د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی: علما او قومي مشران دې د ښځو درناوي ته ولس وهڅوي


ولسمشر حامد کرزی وايي، په تېرو څو کلونو کې افغانستان د ښځو په برخه کې لاس ته راړونې درلودې خو هغه زیاتوي چې قناعت باید پرې ونشي او په دې برخه کې لازیات او چټک کارونه وشي.

ولسمشر حامد کرزی وايي، په تېرو څو کلونو کې افغانستان د ښځو په برخه کې لاس ته راړونې درلودې؛ خو هغه زیاتوي چې قناعت باید پرې ونشي او په دې برخه کې لازیات او چټک کارونه وشي.


ښاغلي کرزي د شنبې په ورځ په کابل کې د ښځو د نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې وویل چې اوس هم په هېواد کې لکه د نورې نړۍ په څېر له میرمنو سره تاوتریخوال کیږي.

هغه له دیني علمانو، قومي مشرانو وغوښتل چې د دې پدیدې په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

"زه غواړم په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي؛ نو د تېرپه څېر یوځل بیا دهېواد په دیني علمانو او قومي مشرانو غږ کوم چې په جوماتونو او غونډو کې د ښځو احترام، د هغوی د حرمت او عزت لپاره خلک تشویق کړي؛ چې الحمدالله زموږ عنعنوي ټولنه دغه هرڅه لري، دغه باید قوي او بهتر شي او دغه باید د نړۍ نندارې ته وړاندې شي."

هغه زیاته کړه هغه څوک چې له ښځو سره زور زیاتی کوي د هغوی پر وړاندې تاوتریخوالی کوي زړور نه بلکې بې غیرته او ډارن دي.

ښاغلي کرزي د غوڼدې برخه والو ته وویل چې ښځو د ورځې په مناسبت یوزیری هم ورته لري او هغه دا چې د یوې بلې لور پلار شوی دی.

دا د ښاغلی کرزي درېیم اولاد دی، د ملالې په نوم یوه بله لور او د میرویس په نوم یو زوی هم لري.

په افغانستان کې د ښځو نړېواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون د وروستي راپور له مخې په هېواد کې له ښځو سره تاوتریخوالی پنځه ویشت فیصده زیات شوی دی.

د راپور له مخې دې کمیسیون په یوه کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي څه باندې څلور زره او پنځه سوه پیښې ثبت کړي دي.

په کابل کې یادې غونډې ته په وینا کې د ښځو چارو وزیر حسن بانو غضنفر په راتلونکې حکومت غږ وکړ چېد اوسني حکومت په شان د ښځو حقونو ته پام وکړي:

"زه امیدواره یمه نوی او راتلونکی حکومت چې منځ ته راځي لکه د اوسني حکومت په څېر دښځو په سیاسي؛ فرهنګي او اجتماعي ژوندانه کې ګټور رول ته پاملرنه وکړي او د ښځو د وضعیت مثبت بدلون ته ژمن پاتې شي."

هغې وویل د تېرو کلونو په پرتله د ولادت پر وخت دمیندو مړینه پنځه برابره کمه شوې ده.

د نوموړي په وینا اوس د حکومت دوه ویشت فیصده کارکوونکې ښځې دي.

خو په اوسني حکومت لوی انتقاد دا دی چې په اکثرو مواردو کې یې له ښځو سره تاوتریخوالي کوونکي نه دي نیولي او که نیول شوي هم دي، بیرته خوشې شوي دي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG