د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اروپایي اتحادیې سفیر په افغانستان کې د ښځو وضیعت اندېښمن ښودلی


افغانستان ته د اروپایي اتحادیي سفیر فرانڅ میلبین وایي، افغان حکومت ښځو ته په درنده سترګه نه ګورې او پرښځو باندې د جنسي تېریو او نورو اخلاقي جرمونو عاملانو ته سزا نه ورکول کیږي.


افغانستان ته د اروپایي اتحادیي سفیر فرانڅ میلبین وایي، افغان حکومت ښځو ته په درنده سترګه نه ګورې او پرښځو باندې د جنسي تېریو او نورو اخلاقي جرمونو عاملانو ته سزا نه ورکول کیږي.


افغانستان ته د اروپایي اتحادیي سفیر وایي؛ که څه هم چې په افغانستان کې د زیږونو په وخت کې د ښځو د مړینې کچه راټیټه شوې او ستر شمېر نجونې ښوونځیو ته ځي؛ خو بیا هم دا هېواد د ښځو لپاره تر ټولو بد ځای دی او افغانستان دغه راز د ښځو د نړېوالو حقونو د مبارزې لومړۍ جبهه ده.

ښاغلی میلبین چې له دې مخکې په افغانستان کې د ډنمارک سفیر و؛ په جمهور رییس کرزي باندې یې په مستقیم ډول انتقاد نه دی کړی؛ خو وایي، چې افغان حکومت په مجموع کې د ښځو د حقونو د تامین په کار کې خپل مسولیتونه نه دي پر ځای کړي او د هغو محافظه کارانو پر ضد یې غږ نه دی پورته کړی چې؛ ښځو ته له کوره بهر د وتلو او کار کولو حق نه ورکوي.

ښاغلي میلبین د مارچ د اتمې یعنې د ښځو د نړېوالې ورځې په مناسبت دغې مرکې کې دغه راز ویلي؛ په افغانستان کي د ښځو لپاره چې کوم کارونه شوي؛ موږ پرې قانع او خوښ نه یو. په خواشینۍ سره زه وینم چې؛ افغان حکومت لا هم د ښځو حقونو ته لومړیتوب نه ورکوي او په دې اړه کومه قوي پالیسي هم نه لري.

ګارډین ورځپاڼه لیکي، ولسمشر حامد کرزی تل ځان د ښځو د حقونو مدافع بولي، خو په دې وروستیو کې هغه لاسته راوړنې تر ګواښونو او فشارونو لاندې دي چې د طالبانو د رژیم له ړنګېدو راهیسې په افغانستان کې تر لاسه شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، تېرکال په افغانستان کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالی قانون د پارلمان له خوا رد شو، په ولایتي شورا ګارنو کې د ښځو لپاره څوکۍ کمې شوي او د عدلیې وزارت هغه وړاندیز تر غور لاندې نیولی چې؛ له مخې یې د زنا لپاره د سنګسار سزا عملي کیږي.

پارلمان څه موده وړاندې هغه قانون هم تصویب کړ چې؛ د کورنیو شخړو په صورت کې په محاکمو کې د کورنۍ د خپلوانو شاهدي یې رد کړه. دا قانون وروسته د جمهور رییس کرزي له خوا تعدیل شو.

د ګارډین په باور، په افغانستان کې د ښځو پر وړانډې تاوتریخوالی ځکه مخ په زیاتېدو دی چې؛ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې له دې هېواد سره د لویدیځوالو لېوالتیا کمه شوې ده. د افغانستان ښځې دا اندیښنه هم لري چې؛ د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ممکن د دوی حقونه له طالبانو سره د سولې په خبرو کې معامله شي.

په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې سفیر ښاغلی فرانڅ میلبین وایي؛ زه پوهیږم چې ولې افغان میرمنې د خپلې راتلونکې په اړه اندیښمنې دي. دوی تل له ما سره په خبرو کې دا مساله یاده کړې ده.

ښاغلي میلبین په مرکې کي ویلي؛ زه له هغه نظر سره موافق نه یم چې وایي؛ چپیدل هم یو انتخاب دی. موږ باید زیات هیله من اوسو. زموږ په اجنډا کی باید دوام داره ترقي او پرمختګ شامل وي.
XS
SM
MD
LG