د لاسرسي ځای

تازه خبر

زلمي رسول په جلال اباد کې غونډه وکړه


د افغانستان ولسمشزۍ ته کانديد ډاکټر زلمي رسول له خپل انتخاباتي کمپين په لړ کې جلال اباد ته راغلی و او د زرګونو خلکو په وړاندې يې خپل پلانونه تشريح کړل.

د افغانستان ولسمشزۍ ته کانديد ډاکټر زلمي رسول له خپل انتخاباتي کمپين په لړ کې جلال اباد ته راغلی و او د زرګونو خلکو په وړاندې يې خپل پلانونه تشريح کړل.


د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره کانديد ډاکټر زلمي رسول له خپل انتخاباتي ټيم سره د جمعې په ورځ ننګرهار ته راغلي و او د جلال اباد ښار په شيرزي لوبغالي کې يې د زرګونو خلکو په وړاندې ژمنې وکړې چې که ولسمشر منتخب شي، نو اداري فساد به له منځه وړي، د ځمکو غاصبين به محاکمه کوي، قانون به پلي کوي او د افغانستان د پرمختګ لپاره به کار کوي.


د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستيال الحاج ميرويس ياسيني چې د ډاکټر زلمي رسول د کمپين عمومي مسوول دي، په ننګرهار سربيره يې له کونړ او لغمان څخه هم په زرګونه تنه رابللې ول. نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې خپلې رايې زلمي رسول ته ورکړي.

« تاسو دوه چانسه لرئ، يو مثبت او بل منفي. که د ۱۶ د حمل په انتخاباتو کې تاسو فیصله وکړه چې دغه ټيم ته رايه ورکړئ، د افغانستان په دغه ۱۴ کلونو کې چې ځه شوي، تاسو دا د هست نه هست ته وړئ. او که نه، خدای ناخواسته هغه کسان چې د ورځې شبخون وهي، د هغوي لاس ته مو يوړو، بيا موږ او تاسو ټول مسوول يو، بيا داخل د ارګ نه جنګ، جګړې، ګريوان شکولو، ظلم، تاړاک ته تلي شوو.»

تيره ورځ د ولسمشرۍ لپاره کانديد قيوم کرزی له کانديداتورۍ تير شو او له زلمي رسول څخه يې حمايت اعلان کړو. د نوموړي ورور محمود کرزي وويل چې دوی له زلمي رسول سره ځکه يو ځای شول چې د افغانستان د راتلونکي لپاره يې يو شان پلانونه لرل.

« د قيوم کرزي ټيم چې د محترم ډاکټر زلمي رسول سره اتحاد وکړو، هغه د مشترکو برنامو دليل و. زموږ برنامې د افغانستان د خلکو د ايندې لپاره مشرک او يو رقم وې. سوله زموږ د افغانستان د خلکو لپاره ډير زیات ارزښت لري. په دې کې به يو داسې ميکانيزم مطرح شي، د سولې په ټيمونو کې به د افغانستان داسې مشران وي چې هم به د افغانستان حکومت او هم طالبان پر هغوی اعتماد وکړي.»

ډاکټر زلمي رسول وويل چې که ولسمشر شي نو قانون به پلي کوي، د فساد مخه به نيسي او د ځمکو غاصبين به محاکمه کوي.

« موږ تعهد کړی او نن يې بيا کوم چې د قانون په تطبیق کې به د هيچا مراعت ونه کړو. موږ پلان لرو چې د ځمکو د غصب مسله ژر تر ژره يو خوا ته کړو. زموږ ټيم داسې يو ټيم دی چې نه په کې تعصب شته او نه پکې د ځمکو غاصب شته. له همدې کبله د ځمکو غاصبينو او مفسدينو په ضد جدي مبارزه کوو.»

له کله نه چې د ولسمشرۍ لپاره کمپين په رسمي ډول پيل شوي، زلمي رسول، دويم کانديد دی چې د خپلې انتخاباتي مبارزې په لړ کې ننګرهار ته راځي، تر دې وړاندې ولسمشرۍ ته يو بل کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله هم د انتخاباتي مبارزې په لړ کې ننګرهار ته راغلی و.
XS
SM
MD
LG