د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مومند کنډکپرو ښوونځي، ماشومان یې په یخ او باران کې زدکړې کوي


له ۲۰۰۸م کال راهیسې په مومند اېجنسۍ کې په لسګونه سرکاري ښوونځي د وسله والو طالبانو لخوا ړنګول شوي دي چې د چارواکو په خبره تر اوسه نزدې ۱۲۱ سرکاري تعلیمي ادارې په باروتو او بمي چاودنو الوځول شوې دي.

شاهنوار ترکزی
مومند اېجنسۍ مشال راډيو

له ۲۰۰۸م کال راهیسې په مومند اېجنسۍ کې په لسګونه سرکاري ښوونځي د وسله والو طالبانو لخوا ړنګول شوي دي چې د چارواکو په خبره تر اوسه نزدې ۱۲۱ سرکاري تعلیمي ادارې په باروتو او بمي چاودنو الوځول شوې دي.


په دې ادارو کې یو هم د لکړۍ تحصیل ساپو یو سرکاري ډګري پوهنځی (کالج) او هم په دی سیمه کې د ښځو استادانو یو استوګنځی(هاسټل) هم وسله والو وران کړی دی.

د مومند اېجنسۍ چارواکي وايي، د ښوونځیانو د ړنګېدو له کبله د ساپو تحصیل پرته په هره سیمه کې د تعلیم لړۍ درول شوې ده.

د سیمې زدهکوونکي وايي، د ښوونځیو په کنډکپرو ودانیو کې ډېر په تکلیف او ستونځو کې زدهکړې ترسره کوي.

له مشال راډیو سره ځايي وګړو په خبرو کې وویل چې د سیمې اوسېدونکي یې له مالي پلوه شتمنه نه دي او بل د دوی په سیمه کې د وسله والو پر وړاندې له پوځي عملیاتو یې هم کاروبارونه اغېزمن شوي دي او نشي کولای چې د پېښور او چارسدې غیر سرکاري ښوونځیو ته خپل ماشومان د زدکړو لپاره ولېږي.

د تعلیمي محکمې چارواکي وايي، چې یو لوري په سیمه کې د تعلیمي ادارو ورانېدل زیات شوي نو بل پلو د زده کوونکو ماشومانو شمېره هم دوه چنده لوړه ختلې ده.

دوی زیاتوي چې په ۲۰۰۸ کې نزدې ۴۰ زره ماشومانو په سرکاری سکولونو کې زدهکړې کولې خو اوس یې دا شمیر ۸۲ زرو زدهکوونکو ته جګ شوی دی.

دوی دا هم وايي، چې د تعلیم لړۍ یې یا خو په خیمو کې او یا هم تر ونو یا شنه اسمان لاندې روانه ده.






XS
SM
MD
LG