د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت د ځوانانو لپاره د لوبو مېله جوړوي


د بلوچستان د لوبو، کلتور او د ځوانانو د چارو صوبايي وزیر مجیب الرحمان
د بلوچستان د لوبو، کلتور او د ځوانانو د چارو صوبايي وزیر مجیب الرحمان

د بلوچستان صوبايي حکومت اعلان کړی، چې تر پنجاب او سندهـ صوبو وروسته په بلوچستان کې هم تر یوې اوونۍ د سپورټس مېله جوړوي.

د بلوچستان صوبايي حکومت اعلان کړی، چې تر پنجاب او سندهـ صوبو وروسته په بلوچستان کې هم تر یوې اوونۍ د سپورټس مېله جوړوي. دا مېله به د مارچ مياشتې له ۲۲مې بیا تر ۲۹ پورې به دوام ولري، چې په کې به د هلکانو او نجونو لپاره ټولې شپږويشت بېلا بېلې لوبې وي.


د بلوچستان د لوبو، کلتور او د ځوانانو د چارو صوبايي وزیر مجیب الرحمان وايي، د صوبې له ټولو پښتون مېشتو او بلوڅ مېشتو سیمو څخه به پېغلې او ځوانان په دې مېله کې ګډون کوي، چې په ناامنۍ کې راګېر ځوانان او پېغلې کو د لوبو له لارې یو مثبت بدلون راولي.

؛ د بلوچستان سپورټس فیسټیول له جوړېدو څخه نه يواځې موږ د لوبو خپل لوبغالي ابادولای شو، بلکې ځوان کهول ته د يوه روڼ راتلونکي ضمانت هم ورکولای شو. ښه صورت او ښه ذهن د يوه بل لپاره لازم او ملزوم دي. زموږ ځوان کهول تر هېچا هم کم نه دی؛.

د لوبو صوبايي وزیر زیاتوي، په دې مېله کې به د نجونو او هلکانو لپاره ټولې شاوخوا شپږویشت د بېلا بېلو لوبو اتلولۍ وي، چې د هلکانو هغه به يې د کوټې په ايوب لوبغالي کې او د نجونو لوبې به د کوټې د نجونو په کالج کې ترسره کېږي. مجیب الرحمان وايي د دوی حکومت له راتګ سره سم د تعلیم، صحت او لوبو لپاره جدي ګامونه پورته کړي، چې ورسره به ټولې نورې څانګې پخپله سمې شي.

؛ موجوده حکومت د صحت او تعليم په څانګه خصوصي توجه ورکړې، او د لوبو، کلتور او نورو غيرنصابي چارو لپاره هم جدي ګامونه پورته کول غواړي؛.

د بلوچستان حکومت وايي د لوبو دا مېله به د مارچ له ۲۲مې نېټې بیا تر ۲۹مې پورې دوام ولري، چې د سخت امنيت لپاره به يې سخت امنيتي تدابیر نیول کېږي.
XS
SM
MD
LG