د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات: لسګونه ښځو د خپلو خپلوانو ورکولو پر ضد لاریون وکړ


په سوات کې لسګونه ښځو د خپلو خپلوانو ورکولو پر ضد احتجاجي لاریون کړی دی.


ښځو پرون د سېشنبې پر ورځ په مینګوره کې د مظاهرې پر وخت له حکومته غوښتنه وکړه چې د دوی د ورکو کړل شویو کسانو موندلو لپاره دې ګامونه پورته کړي.

د احتجاجي لاریون یوې ګډون والې جان سبا مشال راډیو ته وویل، د شا و خوا هرې کورنۍ یو یا دوه کسان ورک کړل شوي دي.

مظاهره کوونکو پر پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارو تور پور کړ چې د دوی کورنیو غړي یې له کلونو راهیسې نیولي دي او دوی ته یې هیڅ حال نه ورکول کېږي.

د ښځو په خبره، د دوی له سیمې له ۱۰۰۰ زیات کسان ورک کړل شوي دي. د خیبر پښتونخوا حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG