د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: ولايتي شورا ته د کانديدانو کمپاین پیل شو


نن (د نهې په ورځ) په ټول افغانستان کې د ولايتي شوراګانو انتخاباتي کمپين په رسمي ټوګه پيل شو. په جلال اباد کې هم ولایتي شورا ته کانديدانو د ښار په بيلابيلو واټونو کې په تصويرونو لګولو او غونډو جوړولو سره انتخاباتي کمپين پيل کړ.

نن (د نهې په ورځ) په ټول افغانستان کې د ولايتي شوراګانو انتخاباتي کمپين په رسمي ټوګه پيل شو. په جلال اباد کې هم ولایتي شورا ته کانديدانو د ښار په بيلابيلو واټونو کې په تصويرونو لګولو او غونډو جوړولو سره انتخاباتي کمپين پيل کړ.


په ننګرهار کې هم ولایتي شورا ته کانديدانو انتخاباتي کمپين د سه شنبې په ورځ پيل کړ چې ګڼ شمير کانديدانو د جلال اباد ښار په بيلابيلو واټونو کې خپل تصويرونه ولګول او ځينو يې د انتخاباتي کمپين په موخه غونډې هم جوړې کړې وې.

د ننګرهار ولايتي شورا ته کانديد قاري ضيا الرحمن ضيا هم د جلال اباد ښار په يوه مقامي هوټل کې غونډه رابللې وه چې په عين حال کې ولسمشرۍ ته د کانديد عبدالرب رسول سياف نه د ملاتړ غونډه هم وه.


نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې که د ولس په رايو ولايتي شورا ته بريالي شو نو د بيکارۍ د له منځه وړلو لپاره به جدي ګامونه پورته کوي.

« که ولسونو پر ما اعتماد وکړو او زه کامياب شوم، زما کوشش به دا وي چې زه به په ننګرهار کې بیکاري له منځه يوسم او انشاالله په دې کې زه پوره تجربه لرم. له ځوانانو نه حمايت او د ځوانانو لپاره کار کول، زما د لومړيتونو څخه دي.»

دغې غونډې ته د افغانستان د مشرانو جرګې يا سينټ مشر فضل الهادي مسلميار هم ورغلی و‎. نوموړي خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې هر څوک حق لري چې د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي.

« نن مجلس د ضاالرحمن د کمپين اغاز و او ورسره څنګ کې د جمهوري رياست لپاره د استاد سياف د کمپين غونډه وه. زموږ حمایت له استاد سياف نه دی او د افغانستان ټول خلک کولای شي چې خپل بدلون پخپله وکړي، دا مختلف نظرونه دي، که زما ورور استاد سياف ته رايه نه ورکوي او کوم بل کانديد ته رايه ورکوي، دا د ده لپاره ازادي ده موږ کوم مشکل ورسره نه لرو. او که چيرته د افغانستان خلک په همدغه شکل باندې فکر وکړي او په همدغه شکل مخکې لاړ شي، فکر کوم زموږ راتلونکي به روښانه وي.»

د ننګرهار ولايتي شورا ته کانديد محمد رحيم شيرزاد هم د خپل انتخاباتي کمپين پيل د يوه دفتر په پرانستلو سره وکړو. نوموړي مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې کور په کور به ګرځي او له خلکو څخه به رايه غواړي.

ټولو ته ډاډ او اطمنان ورکوم چې يو لاس مې له فساد نه پاک دی او بل لاس مې له ويڼو پاک دي. يو ځوان يم، تحصيل کرده يم او غواړم چې دې خپل ولس ته وطن ته خدمت وکړم. کور په کور، دروازه په دروازه به کمپين کوم او له خلکو به رايه غواړم، بايد رايه ماته راکړي.»

د ننګرهار د ولسي شورا استازی ضابط امير محمد له ولسونو وغوښتل چې خپله رايه اهل کار ته ورکړي.


« زموږ بعضو سپين زيږو، تور او سپين پټکي پيدا کړي، يوې غونډې ته سپين پټکي استمالوي او بلې ته تور پټکي، څوک پکولونه استعمالوي، د خدای او پيغمبر روي ته دې وګوري چې خپل وټ دې اهل سړي ته ورکړي او د پيسو په مقابل کې خرڅ نه کړي چې زموږ بدلون ته لاره هواره شي.»

ياده دې وي چې له ننګرهار څخه ۱۱۵ تنود ولايتي شورا وکالت ته ځانونونه کانديد کړي چې ۱۹ تنه به ترې انتخابابيږي، چې له دغو ۱۹ تنو څخه به دوه تنه مشرانو جرګې ته ورپيژندل کيږي او پر ځای به يې هغه وکيلان ولايتي شورا ته راځي چې رايې يې تر نورو زيآتې وي او بيا به دغه بريالي وکيلان خپلو کې د ولايتي شورا د رياست، معاونت او منشي لپاره انتخابات کوي
XS
SM
MD
LG