د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو سرتېرو ته پر سامان وړونکو لاریو برید، دوه ډرېوران وژل شوي دي


لواړګی - د قبایلي سیمې خیبر په جمرود کې، افغانستان ته پر سامان وړونکو ګاډو په ډزو کې دوه ډرېوران وژل شوي او دوه ژوبل دي.


د جمرود انتظامي مشر علي شېر مشال راډیو ته وویل، پېښه د سې شنبې (نهې) پر ورځ په سور کمر کې شوې ده.

د ده په وینا، وسله والو په افغانستان کې مېشتو بهرنیو سرتېرو لپاره پر سامان وړونکو لاریو ((ناتاره)) ډزې وکړې.

تر پېښې وروسته امنیتي ځواکونو د مشکوکو کسانو نیولو لپاره د لټون عملیات کړي دي.

پر لاریو د ډزو پړه چا نه ده منلې.

دا پېښه تر هغې وروسته کېږي چې څو ورځې مخکې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ ملګرو ګوندونو په پېښور کې خپلې هغه ناکې ختمې کړې چې په افغانستان کې مېشتو ناټو سرتېرو ته د سامان وړونکو ګاډو تګ مخنیوي لپاره یې جوړې کړې وې.

تحریک انصاف دا احتجاج د بې پیلوټه الوتکو بریدونو پر ضد له درو میاشتو راهیسې پیل کړی وو چې د ټرانسپورټرانو په وینا ورته د اربونو روپيو تاوان یې ورساوه.

تحریک انصاف لارې تر هغې وروسته پرانیستې چې د پېښور های کورټ (لوړه محکمه) د دې لارو تړلو په اړه د یوې مقدمې اورېدنې پر وخت امر وکړ چې د ګوند غړو په لاس د لارو تړل او د ګاډو تالاشي اخیستل ناقانونه کارونه دي.
XS
SM
MD
LG