د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانان د خپلې ملي لوبډلې بریا نمانځي


په جلال اباد کې خلک د ملي لوبډلې بریا نمانځي
په جلال اباد کې خلک د ملي لوبډلې بریا نمانځي

تيره شپه چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د بنګله ديش له ملي لوبډلې څخه د اسيايي لوبو سيالي وګټله، د افغانستان په يو شمير ولايتونو کې خلک بازارونو ته راووتل او د افغانستان د کرکټ دغه بريا يې په خوشحالۍ او اتڼونو ونمانځله، جلال اباد هم يو له هغو ښارونو څخه دی چې ګڼ شمير ځوانان يې له کرکټ سره علاقه لري، په جلال اباد کې هم د کرکټ بريا په خوشحالۍ او مستۍ سره نمانځل شوې.

تير ماخوستن په سلګونه تنه ځوانان د جلال اباد ښآر پښتونستان واټ ته ورټول شوي وو او د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بريا يې په اتڼونو او نڅاوو بدرګه کوله. افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د اسيايي لوبو په ترڅ کې په لومړي ځل بنګله دېش ملي لوبډلې ته په ٣۳ منډو ماتې ورکړه

د جلال اباد پښتونستان واټ کې چې اسيايي کرکټ لوبې په کې په ژوندۍ بڼه په لويه پرده ښودل کيږي، د ښار له بيلابيلو برخو څخه ورته ځوانان ورټوليږي او په ډيره علاقمندۍ او ولولو يې بدرګه کوي. د کرکټ د لوبې څو تنو مينه والو مشال راډيو سره خپلې خبرې دا رنګه شريکې کړې.

« زما نوم ريس دی، ډير د خپل خدای نه راضي يم الحمدلله، دوه رکعته نفل لونځ مې د دې لپاره وکړل چې زموږ افغانستان بريآ يوسي. زموږ افغانستان يې وګټې، موږ په دې ډير افتخار کوو، ډير خوشحاله يو.»

يو بل تن وايي:

« ولي ګل مدهوش يم، د ننګرهار پوهنتون يو تن زده کړيال. يقيناٌ دومره خوشحاله يم چې په جامو کې نه ځايږم. په سلګونه تنه ځوانان راټول شوي او دغه ستره بريآ نمانځي. فیشنګونه هوا ته پورته کيږي، واقعاٌ چې ډيره د خوشحاله خبره ده، او ډيره ستره تاريخي بريآ ده. د دې سترې بريا مبارکي ټولو هيوادوالو ته وایم.»

او يو بل تن وايي:

« زما نوم علامحمد دی، د چپرهار اوسيدونکي يم. پښتونستان واټ ته راغلي وو. د کرکټ لوبه ګټل شوې، دلته ټول افغانان راټول شوي، ښایسته ميلي دي، موږ ډير خوشحاله يو. په هر ځای کې ځوانان دي، اتڼونه دي. زه مريض وم خو چې کله دا لوبه موږ وګټله، غونډ دردونه له مانه لاړل.»

په بنګله ديش کې د اسیايي پينځو ملکونو ‎پاکستان، هندوستان، بنګله ديش، سريلانکا او افغانستان د کرکټ د ملي ټيمونو تر منځ په روانو سياليو کې که د افغانستان ملي ټيم د پاکستان له ملي ټيم څخه ماتې خوړلې وه، تيره ورځ يې د بنګله ديش د کرکټ ملي ټيم ته د شپږو لوبغاړو په سوزيدو په پنځوسو اورونو کې ۲۵۵ منډې هدف وټاکه، چې د بنګله ديش ملي ټيم په ۴۸ اورونو کې ۲۲۲ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي يې وسوزيدل. او دغه شان دا سيالۍ په ټاکل شوې چې د دوشنبې يا ګل په ورځ افغانستان خپله دريمه لوبه له سريلانکا سره تر سره کړي
XS
SM
MD
LG