د لاسرسي ځای

تازه خبر

جيمز ډوبنز: د امنیتي تړون ځنډ به زیات تاوان رامنځ ته کړي


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی جیمز ډوبنز وایي، د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون ځنډ به زیات تاوان رامنځ ته کړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی جیمز ډوبنز وایي، د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون ځنډ به زیات تاوان رامنځ ته کړي.


ډوبنز د جمعې پر ورځ د امریکا د سولې انسټيټیوټ ته په خبروکي وویل:

“که د کابل او واشنګټن ترمنځ دوه اړخیزه امنیتي تړون لاسلیک نه شي، په افغانستان کې شوي پرمختګونه به په چټکۍ سره خراب شي. “

ده وویل ، دا چې افغان ولسمشر حامد کرزي دا تړون نه دی لاسلیک کړی، له افغانستان د امریکایي عسکرو د ایستلو مهال ویش بیخي ګډوډ شویدی.

جیمزډوبنز دغه راز وویل، افغانانو خپل زیات پام د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته اړولی او په افغانستان کې د سیاسي انتقال شفاف چاپیریال به د افغانانو ترمنځ اعتماد زیات کړي.
XS
SM
MD
LG