د لاسرسي ځای

تازه خبر

هېوادپال ځواک د اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ


خوست کې د هېواد پال ځواک غونډه
خوست کې د هېواد پال ځواک غونډه

د پنجشنبې پر ورځ په خوست کې (هېوادپال ځواک ټولنیز بنسټ) هم د راتلونکیو ولسمشریزو ټولټاکنو له پاره د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ.

د پنجشنبې پر ورځ په خوست کې (هېوادپال ځواک ټولنیز بنسټ) هم د راتلونکیو ولسمشریزو ټولټاکنو له پاره د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ.


د هېوادپال ځواک غړو غونډې ته په خپلو خبرو کې اشرف غني د افغانستان د راتلونکې مشری او د دې هېواد د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ثبات د تامین له پاره غوره او وړ شخصیت وباله.

د هېوادپال ځواک یو مشر ولي مت خان خادم له مشال راډیو سره په خپلو خبرو کې وویل، دوی دا انتخاب یوازې د هېواد سترو ګټو ته په کتو او د دې له پاره چې افغانان په نړۍ کې سرلوړی او هوسا ژوند ولري وکړ:

"موږ دا انتخاب په شخصي او سمتي سلیقو نه دی کړی، موږ له ډاکټر صیب سره شخصي مناسبات نه لرو، بلکې د ده د اهلیت، وړتیا او افغانستان ته د نوموړي د ژمنتیا اصل ته مو په پام کړی دی.
موږ غواړو د نوموړي نوماند د بریالیتوب لپاره په ټول ټاکنیز کمپاین کې په خپله مادي او ځاني قرباني ورکړو، پوسترونه یې ولګوو، په رسنیو کې ورته کمپاین وکړو او د خلکو او ولسونو د پوهونې له پاره کلیو، باڼدو او جوماتونو ته لاړ شو او ولسي ملاتړ خپل کړو، چې انشاالله داسې څه مو کړي هم دي."

په یاده غونډه کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ولایتي دفتر مشر او د ولسي جرګې د دفاعي او امنیتي کمیسیون رئیس همایون همایون په خپلو خبرو کې د ګډونوالو په ځانګړي ډول د ځوانانو د احساساتو او ملاتړ مننه وکړه او له دوی سره يې ژمنه وکړه، چې د بریالیتوب په صورت کې به د دې هېواد د ابادۍ او د یو قانونمند نظام د جوړولو له پاره خپل ټول قوت په کار واچوي:

"ډاکټر صیب یو ښه افغان دی، د نړۍ ستر مفکر او زموږ د افغانانو ویاړ دی، نه یوازې د خپل هېواد د ابادۍ او ځان بسیاینې له پاره ښې برنامې لري، بلکې هغو هېوادونو ته يې هم ښې برنامې ورکړي، چې یو وخت په سخت اقتصادي کړکیچ کې ښکیل ول او خوشبختانه هغوی د دې افغان مفکر په طرحې او برنامې سره د ښه اقتصاد څښتنان شول.
پوښتنه دا ده که موږ یو داسې مهم شخصیت په خپل هېواد کې لرو او په پاکوالي او تعهد يې هم باور لرو، نو ولې هغه خپل ولسمشر ونه ټاکو چې د نړۍ سره مو اړیکې پراخې شي او د خلکو ژوند مو ښه شي او په دې هېواد کې واقعاً د قانون نظام پلی شي."

د یادونې وړ ده په خوست کې د ولسمشری یو شمېر نوماندانو خپل ټاکنیز دفترونه پرانیستي او دا دویم ځل دی، چې په خوست کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په پلویتوب نسبتاً پراخې غونډې جوړیږي.

ټاکل شوې راتلونکې ټولټاکنې د ۹۳یم لمریز کال د وري یا حمل میاشتې په ۱۶ مه نیټه ترسره شي.
XS
SM
MD
LG