د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د ((ښه او بدو طالبانو)) توپیر پر ځای باید د ټولو پر ضد عملیات وشي”


د بهرنیو چارو او ملي امنیت لپاره د پاکستاني وزیر اعظم سلاکار سرتاج عزیز ویلي، له طالبانو سره د حکومت خبرې تر اوسه مثبتې نه دي پاتې شوې.

د بهرنیو چارو او ملي امنیت لپاره د پاکستاني وزیر اعظم سلاکار سرتاج عزیز ویلي، له طالبانو سره د حکومت خبرې تر اوسه مثبتې نه دي پاتې شوې. د چارشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې له خبریالانو سره د خبرو پر وخت عزیز وویل، د وسله والو ډلو پر ضد وروستۍ هوايي حملې موثرې پاتې شوې دي.


په پېښور کې د پوځي او دفاعي چارو پوه او د پاکستان پوځ پخوانی برېګېډییر سعد محمد خان وايي، پوځ چې د کومو موخو لپاره هوايي بمبارۍ کړې دي هغو ریښتیا هم نتیجې ورکړې دي او ورکوي یې.

د ده په اند د ځانوژونکو بریدګرو تیارولو پر ځایونو یا له چوونکو توکو د ګاډو ډ‌کولو پر ځایونو بمبارۍ نتیجې ورکوي.

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو پوه او د پاکستان پوځ پخوانی جنرال طلعت مسعود د برېګېډییر سعد له خبرو سره موافق دی.

مسعود وايي، له اوسنیو کاروایو داسې ښکاري چې کم از کم د پاکستان دولت ویښ شوی دی:

"دا چې اوس کوم عملیات کېږي دا تر یوه حده بریالي پاتې شوي دي، لکه د [وسله والو] ځینې مشران پکې وژل شوي دي. له دې لږ تر لږه دا روښانېږي چې ښايي دولت یا ریاست اوس ویښ شوی دی. او د ریاست دا هڅه ده چې پر وسله والو تر هغه حده فشار وساتي چې که هغوی خبرې هم کوي نو مانا دارې خبرې وکړي."

له پخواني جنرال طلعت مسعوده مې چې وپوښتل چې ایا همدا مخصوص هوايي او په ځینو ځینو ځایونو کې ځمکني عملیات به وکولای شي چې په پاکستان کې د سختدریځۍ او وسله والۍ مسله هواره کړي نو ده وویل دا دومره اسانه نه ده.

د ده په اند، باید د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې سم عملیات وکړي.
مسعود وايي، په عملیاتو کې باید د ((ښه او بدو طالبانو)) تخصیص یا توپیر ونکړای شي:

"زما خو دا فکر دی چې اوس باید د ټولو پر ضد [عملیات] وشي. او که په هغوی کې داسې ډلې وي چې فکر کوي تېروتي دي او دا وايي چې اوس یې فکر بدل شوی دی، او دا چې موږ د پاکستان منلو ته تیار یو، نو ښايي دوی تاسې پرېښودای شئ. خو نور څوک نشئ پرېښودای. زما په فکر اوس باید په ښه او بدو [طالبانو] کې فرق یا توپیر ونشي."

مسعود وايي، د عملیاتو پر وخت باید وسله وال له یوه ځایه بل هغه ته او ان افغانستان ته هم تګ ته پرېنښودای شي.

د پاکستان پوځ پخوانی جنرال طلعت مسعود زیاتوي، که وسله وال افغانستان ته اوړي نو له افغان حکومت او امریکايي پوځیانو مرستې ته اړتیا ده او پاکستان باید امریکايي سرتېرو ته ووايي چې که وسله وال ورواوړي نو باید حملې ورباندې وکړي.
XS
SM
MD
LG