د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې درې ورځينی صنعتي نندارتون پرانستل شو


دغه نندارتون د جمعيت اصلاح په نوم يوې ټولنې جوړ کړي چې په دوه ويشت ډوله بيلابيل افغاني توليدات په کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

دغه نندارتون د جمعيت اصلاح په نوم يوې ټولنې جوړ کړي چې په دوه ويشت ډوله بيلابيل افغاني توليدات په کې نندارې ته وړاندې شوي دي.


دغه درې ورځيني کرنيز او صنعتي نندارتون چې د جلال اباد ښاردعيدګاه جومات پارک کې پرانستل شوی، په خوراکي او کرنيزو توليډاتو سربيره په کې د لباس توکي او پښتو کتابونه هم نندارې ته وړاندې شوي دي.

په ختيځ کې د جمعيت اصلاح ټولنې د فرهنګي چارو مسوول ګلاب توحيديار وايي چې د نندارتون له جوړيدو يې مصقد دا دی چې افغاني توليداتو سره خلک اشنا او استعمال يې ته راوبولي.

« د دغې نندارتون نه مو هدف او موخي همدا دي چې موږ خپل هيوادوال تشويق کړو، ويې هڅوو چې پخپله توليدات ولري، پخپله صنعت ته مخه کړي تر څو بل چا ته محتاجه نه شوو. موږ ډير واړه واړه شيان له بل ځايه راوړو، نو موږ غواړو چې دلته نور خلک هم شته چې پخپله توليد وکړي او خپله يې پّ مصرف ورسوي. زموږ د ټولو هيوادوالو نه چې هغوی په بازار کې د ضرورت وړ مواد رانيسي، له هغوی مو هيله دا ده چې هغه مواد راونيسي چې پخپله زموږ په هيواد کې توليد شوي وي.»

د تورخان په نوم يو تن چې د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ نه يې د لباس بيلابيل توکي نندارې ته وړاندې کړي و، له خپلو هيوادولو يې هيله وکړه چې د هيواد توليډاتو ته په درنه سترګه وګوري.

« دغه نندارتون ته موږ خپل مال راوړی دی، مطلب لوپټې دي، پټوان دي، زنانه مردانه، په دې مو خپل ليبل لګولی دی. خلک ځي له پاکستان نه مالونه راوړي او موږ يوازې په روداتو کې لس فابريکې لرو، خو د قسم لپاره ورته څوک سهي نظر نه کوي. بايد چې زموږ دا توليد مخکې ولاړ شي دې سره وطن جوړيږي، وطن مخ په وړاندې خي.»

يو تن چې له نندارتون څخه يې ليدنه کوله، خوشحاله و چې په د خپل هيواد توليدات يې وپيژندل.

« بسم اله حق دوست يم. دا توليدات مې په ښار کې ليدل خو داسې احساس مې نه کولو چې دا زموږ په ولايت کې جوړيږي، زموږ په ښار کې جوړيږي. ډير خوشحاله يم چې دا توليدات چې زموږ تاجرانو ورونو چې پرې زحمت يې ايستلی، ډير پرې افتخار کوم او او ټولو ښآريانو نه هيله مند يم چې راشي، دا نندارتون له نيږدې نه وګوري او دوی مطمين شي چې پّ واقعيت سره چې زموږ ورونه او زموږ خويندې چې په دې بخش کې کار کوي، دوی راشي او دې نه مستفيد شي، او يو شي ترې واخلي، زه خپله هم راغلي چې يو شي تر لاسه کړم او وايې خلم.»

دغه کرنيز او صنعتي نندارتون چې د چارشبنې پيل شو، د راتلونکي جمعې ورځې پورې به دوام وکړي.
XS
SM
MD
LG