د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د اشرف غني احمدزي انتخاباتي غونډه


د خوست په ملي لوبغالي کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنیز دفتر د پرانیستې په موخه غونډه کې د خوست له بېلابېلو سیمو څخه ګڼو قومي مشرانو، ځوانانو، ځايي اوسیدونکیو، د ملي شورا غړیو ګډون وکړ

د سېشنبې پر ورځ په خوست کې راتلوونکیو ولسمشریزو ټولټاکنو ته د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنیز کمپاین د دفتر د پرانیستې په موخه یوه لویه ولسي غونډه جوړه شوې وه.
د غونډې ګډونوالو په دې خوښي وښوده، چې د افغانستان په اوږده تاریخ کې په لومړي ځل د ټولټاکنو له لارې د واک لېږد په سوله ییز ډول ترسره کیږي او خلک په خپله خوښه د نظر وړ نوماند ته د باور او اعتماد رایه ورکوي.


د خوست په ملي لوبغالي کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنیز دفتر د پرانیستې په موخه غونډه کې د خوست له بېلابېلو سیمو څخه ګڼو قومي مشرانو، ځوانانو، ځايي اوسیدونکیو، د ملي شورا غړیو او د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنیز کمپاین مسوولینو برخه اخیستې وه.

په خوست کې د اشرف غني احمدزي د ټاکنیز دفتر مشر او د ولسي جرګې د دفاعي کمیسیون رئیس همایون همایون د غونډې ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل، چې افغانانو اوسمهال دا سیاسي درایت او بصیرت پیدا کړی، چې خپل خدمتګاران او هغه څوک چې له واک او قدرته بې ځایه ګټه پورته کوي پیژني او هغه چا ته د باور رایه ورکوي، چې خلکو او هېواد ته وفاداره او د دې لوی مسوولیت څخه د وتلو وړتیا او اهلیت ولري:

((دا حکومتداري یا قدرت د سوله امیزې لارې تسلیمږي، یانې هغه څوک چې په خلکو کې محبوبیت لري او په رښتیا يې خلک پیژني چې دا وطنپرسته دی، د ولس په وینو یې لاسونه نه دي ککړ، رشوت يې نه دی خوړلی او خپل وطن او خپلو خلکو ته وفاداره دی، هغو خلکو ته خلک رایه ورکوي، دا که ډاکټر صیب اشرف غني وي او که کوم بل کاندید وي.))

د خوست یو تن قومي مشر حیدرګل منګل په خپلو خبرو کې ډاکټر اشرف غني احمدزی د افغانستان د راتلونکې زعامت او مشری له پاره غوره نوماند وباله:

((واقیعت دا دی، چې اشرف غني په دې نه چې په قومي لحاظ ووایو، دا په سمتي لحاظ نه وایو، بلکې دا د ده د اهلیت سره برابره ده، چې اشرف غني د اوسني وخت یو اهل شخصیت دی، موږ د ده اهلیت تائیدوو او د ده د اهلیت په رڼا کې ده ته خپله رایه ورکوو.))

د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنیز کمپاین عمومي رئیس او د ولسي جرګې استازی حاجي ظاهر قدیر د خوست خلکو ته بلنه ورکړه، چې د ټولټاکنو تر ورځې دوی سره په ټاکنیز کمپاین او وروسته په رایه اچونه کې مرسته وکړي او که بریالي شول نو خوستوال چې د دې سیمې د پرمختګ او خلکو د هوساینې له پاره کومې غوښتنې ولري، دوی به ورته رسیده ګي وکړي:

((زموږ او ستاسو خبرې به یوازې شعاري نه وي، اوس څلوېښت یا پنځوس ورځې چې زموږ او ستاسو انتخاباتو ته پاتې دي، دا وخت نو د زړه وینې خوړل دي، پیسې به هم خوستوالو د ځانه مصرفوئ، تاوان به هم خپل کوئ، منډه به هم وهئ، تمه او توقوع به هم نه کوئ، کله مو چې کامیابه کړو، بیا خوست دې سروزرو نه جوړ کړئ، بیا خوست دې طلاوو نه پرې جوړ کړئ.))

د هلمند پخواني والي محمد ګلاب منګل مشال راډیو سره په خبرو کې د ډاکټر اشرف غني ټاکنیز کمپاین د افغانانو له پاره د هغه کاروان سره پرتله کړ، چې په هغه کې د افغانستان هوساینه او بسیاتوب نغښتی دی:

((نن چې زه په خوست کې د میشتو قومونو او خوستوالو کوم جوش او خروش وینم، دا موږ ته د دې امید رابخښي، چې دوی په داسې یو کاروان پسې روان دي، چې په هغه کاروان کې د افغانستان ښه، بسیا او پیاوړې راتلونکې نغښتې ده.))

د دې غونډې پر مهال ګڼو خوستیانو د ولسمشرۍ په راتلونکو ټولټاکنو کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړ.

د یادونې وړ ده په خوست کې د ولسمشری د ټولټاکنو یو شمېرو نورو نوماندانو هم خپل ټاکنیز دفترونه پرانیستي دي، ټاکل شوې د ولسمشری او ولایتي شوراګانو راتلونکې ټولټاکنې د راروان ۱۳۹۳ یم لمریز کال د وري یا حمل میاشتې په ۱۶ مه نیټه ترسره شي.
XS
SM
MD
LG