د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې شپږويشتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده


د غزني چارواکي وايي، پرون د دغه ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو تر منځ نښتې شوې دي چې پکې اوولس تنه وسله وال وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

د غزني چارواکي وايي، پرون د دغه ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو تر منځ نښتې شوې دي چې پکې اوولس تنه وسله وال وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

په دغو نښتو کې د افغان ځانګړو ځواکونو يو سرتېری هم ژوبل شوی دی. سيدشاه سقيم يې په اړه نور حال راکوي.

لومړۍ نښته تېره ورځ د اندړو ولسوالۍ په سه‌پای کلي کې د افغان سرتېرو او طالب وسله والو تر منځ شوې ده چې پکې دوولس تنه وسله وال وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

تر هغه وروسته د دغې ولسوالۍ په ناني سيمه کې هم ورته نښته شوې ده چې په دغې کې بيا پنځه تنه طالبان وژل شوي او درې نور ټپي شوي دي.

د اندړو ولسوالۍ د سه‌پای په نښته کې د افغان ځانګړو ځواکونو يو تن سرتېری هم ژوبل شوی دی.
د اندړو ولسوال قاسم دېسيوال وايي، سرتېرو داسې راپورونه تر لاسه کړل، چې ګواکې سه‌پای ته وسله والو په چاودېدونکيو توکو ډک موټر راوستی، ځکه خو ورپسې ورغلل او هلته ورباندې طالبانو بريد وکړ.

په ناني کې هم تر نښته وړاندې وسله والو پر سرتېرو ډزې کړې دي، چې وروسته د دواړو غاړو تر منځ نښته پيل شوې.

طالبانو تر اوسه د دغو نښتو په اړه څه نه دي ويلي، خو ذبيح الله مجاهد چې ځان د دغې ډلې وياند بولي، وايي، په اندړو ولسوالۍ کې يې ملګرو پرون پر بهرنيو سرتېرو بريدونه کړي دي او درنه مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.

په غزني کې له تېرو څو ورځو راهيسې کلک امنيتي تدابير نيول شوي وو او له ولسواليو څخه ښار ته تللې لارې د خلکو پر مخ تړل شوې وې.

دغه تدابير په خوندي توګه، د اسلامي تمدن د پلازمېنې په توګه، د غزني د ټاکل کېدو په وياړ، د وروستيو مراسمو د ترسره کېدو په موخه نيول شوي وو، خو د دغو مراسمو پر مهال هم په ښار کې چاودنه وشوه.

ځينو امنيتي سرچينو چاودنه په ديګ بخار کې د ځای پر ځای شوي ماين چاودنه وبلله، چې په خبره يې، سرتېرو ليدلی او چوولی وو.
XS
SM
MD
LG