د لاسرسي ځای

تازه خبر

'موږ ته خپل پېښور هغسې پرسکونه کړئ'


په پاکستان کې تر ټولو زيات د شیيعه مسلکه خلک متاثره شوي دي، زموږ عالمان، ډاکټران، امام باړې په نښه شوې دي.

په ملک کې د امن وضعې ښه کولو لپاره د سږکال د جنورۍ پر ۲۹مه نېټه په اسلام اباد کې قامي اسمبلۍ ته په خپله وینا کې د پاکستان وزيراعظم نواز شریف له طالبانو سره د مزاکراتو اعلان کړی وو چې د هغه په خبره امن ته يو موقع ورکول غواړي.


په دې غرض وزيراعظم يو کميټۍ هم وټاکله او له طالبانو يې غوښتنه وکړه چې د خبرو اترو له لارې مسلې هوارې کړې. کالعدم تحريک طالبان پاکستان هم حکومتي کميټۍ سره د خبرو اترو لپاره د مولانا سميع الحق په مشرۍ کې يو کميټۍ جوړه کړه او دغه رنګ دواړو مذاکراتي کميټيانو ترمينځ خبرې پیل شوې خو د خبرو اترو دوران کې د ترهګرۍ یو شمېر پېښې رامنځ ته شوې چې د مذاکراتو بهیر یې له خنډ سره مخامخ کړ.

دې ټول غونډ صورتحال ته عام ولس څنګه ګوري او له خبرو اترو یې څه تمې دي. په دې لړ کې په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبریالې رابعې اکرم د ځينو خلکو رایې رااخیستي دي.

سونيا- د مسيحي عوامي ګوند او ال سينټ چرچ نماينده:


سونیا
سونیا
په پيښور چرچ کې مې ورندار وژل شوې ده. د هاغې چاودنې له وجې زما يوه د تره لور هم معذوره شوه او ماشوم یې هم ضايعه شو. نو تاسو خپله وواياست چې زموږ د خلکو څه قصور دی، موږ خو خپل ژوند تيرو. له هېچا سره مو کار نه وي.

د دې ملک نوم اسلامي جمهوري پاکستان دی نو پکار ده چې جمهوريت ورسره هم وي. طالبان هم دا غواړي چې حکومت ترلاسه کړې او د خپلې مرضۍ حکومت جوړ کړي او په خلکو جبر وکړې خو اسلام د دې اجازت نه ورکوي چې پر یو چا زياتی وکړل شي او يا پرې ظلم. موږ غواړو چې د امن لپاره حکومت مذاکرات وکړي خو که طالبان یې نه مني او دا مهال چې کوم صورتحال دی، کله يوه ډله سر اچتوي او کله بله نو داسې نه ښکاري چې مذاکرات به کاميابه شي، واحده حل يې پوځي عملیات دي.

زاهد الله- د باجوړ اوسېدونکی:


زاهد الله
زاهد الله
په پيښور کې چشمې خرڅونکی زاهدالله وايي کوم حالات چې له تيرو لسو کالو راهيسې راروان دي نو دا اوس له برداشته وځي، هره خوا بمي چاودنې دي. سهار راوځو نو نه يو خبر چې ماښام به کور ته ژوندي ولاړ شو او که نه. تر څو چې د امن مذاکراتو خبره ده نو زه خو هم دا غواړم، حکومت او طالبان چې څه هم کوي خو د خداى لپاره دې امن پر ځای کړي، په ملک کې دې امن راولي. او هم د دې له وجې موږ در په در يو او په دې معمولي مزدوريانو وخت تيروو.

ظهور احمد مسود- د سياسي علومو زده کونکې:


موږ د دې مذاکراتي ډلو تايد کوو چې د امن لپاره خپل کردار ادا کړي خو تاسو ته مالومه ده مخکې هم داسې ډلې او جرګې جوړې شوې وې، څه فايده يې نه ده کړې. زه هېله نه لرم چې دا به کامياب شي او زموږ سياسي مشرتابه به څه وکړي.

زه د پاکستان له وزيراعظم نواز شریفه او له ولسمشره غوښتنه کوم چې دا صورتحال په سنجيدګي سره واخلي او فيصله په پرامنه طريقه وکړي.

شاهد کاظمي- مقابلې امتحان کې حصه اخيستونکی:


شاهید کاظمي
شاهید کاظمي
د مذاکراتي عمل دوران ډېرې د ترهګري پېښې وشوې چې طالبانو ترې لاعلمي ظاهره کړيده نو د امن قايميدو به څوک ضمانت ورکوي؟ زه خو له دې مذاکراتو څه اميد نه ساتم. دا خبرې اترې روانې دي خو د تره ګرۍ پېښې هم سيوا شوې دي.

په پاکستان کې تر ټولو زيات د شیيعه مسلکه خلک متاثره شوي دي، زموږ عالمان، ډاکټران، امام باړې په نښه شوې دي. او اوس په دې نزدو کې په پيښور کې هم شییعه ګان زيات متاثره شول. موږ هم د دې ملک برخه يو. خلکو و دې مذاکراتو ته هر کلی کړی دی خو ماتا نه ښکاري چې کاميابه به شي.

عطا محمد- په پېښور کې د ماشومانو خوړو پلورونکی:

عطا محمد
عطا محمد
که امن مزاکرات کامياب شول نو ملک به لږ په سکون شي. کار روزګار به پر ځای شي. دا و هر چا ته مالومه ده چې په پېښور کې خلک څومره په ويره و کار روزګار ته ځي. هر تن خپه دی. کاروبارونه خراب شول، وخت نه تېرېږي. له کوره په دعاګانو راوځو، کورنۍ مو پرېشانه وي نو که دا مذاکرات کاميابه شول نو امن به شي او ژوند به په سکون شي. حکومت ته دا ويل غواړم چې موږ ته خپل پېښور هم هغسې پرسکونه راکړې.
XS
SM
MD
LG