د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر ایجنسۍ : عملیاتو کې ۲۰ وسله وال وژل شوي


فایل فوټو
فایل فوټو

د پاکستان پوځ وايي چې د اتوار په ورځ یې د خیبر ایجنسۍ په تیرا کې لږ تر لږه شل وسله وال وژلې او ګن شمیر نور یې ژوبل کړي دي.

د پاکستان سرکاري ټیلي ویژن په خپله ویب پاڼه خبر خپور کړی چې پوځ د هیلي کاپټرو له لاري په تیرا کې د وسله والو ګڼ شمیر پټن ځایونه په نښه کړي دي.

بلخوا د تحریک طالبان پاکستان د مذاکراتي کمیټۍ مشر مولانا سمیع الحق حکومت او طالبانو ته خواست کړی چې په سمدستي توګه دې د ډزبندۍ اعلان وکړي.

تیره ورځ په نوښار دارلعلوم حقانیه کې یوي دستوري ته د وینا پر مهال مولانا سمیع الحق زیاته کړه چې د پاکستان پوځ لخوا په قبایلي سیمو کې کومه بمباري روانه ده ، هغه دې باید ختمه کړل شي ، ځکه چې دې سره حالات لا نور خرابیداشي.

په پاکستان کې د جګړې د ختمولو په موخه دسولې هڅې هم روانې دي، حکومت او طالبانو د مذاکراتو لپاره استازي هم ټاکلي دي، خو ددواړو خواوو ترمنځ ناندرۍ لاهم په خپل حال دي.
XS
SM
MD
LG