د لاسرسي ځای

تازه خبر

کېلاشیان د طالبانو دړکو سخت اندېښمن کړي دي


د کيلاش قبيلې نذر ګل چې څوارلسم زده کونکې ده وايې مذهب په زوره نه بدليږي او نه يې اسلام اجازت ورکوي.

د خېبر پښتونخوا کېلاشیانو ټبرونه چې د وګړو شمېر یې نژدې څلور زره وګړي جوړېږي د تحریک طالبان پاکستان له لوري د پرله پسو دړکو له کبله د خپلې سرژغورنې په باب سخت وېرېدلي او اندېښمن دي.


د کيلاش ټبر وزير زاده چې د خپلو وګړو لپاره د خېرښېګړې کارونه کوي او د هغوی ټولنیزې او سیاسي چارو کې برخه اخلي، مشال راډيو ته وويل د روانې فبرورۍ مياشتې پر دويمه نېټه د طالبانو له اړخه جاري شوې ويډيو کې ويل شوي دي چې کيلاشيان او د اسماعيلي فرقې وګړي دي اسلام قبول کړي، کنه نو ژوند به يې له خطر سره مخامه کړي.

؛؛ زموږ خلک ډېر وېرېدلي دي او په خاصه توګه غريبانان چې کوم ډير پسمانده دي. داسې حالات مخکې هم رامنځ ته شوي ول، يو ځلي مو په سیمه کې یو بهرنۍ اروپايي تن اوچت کړل شوی وو او دغه رنګ تېر کال زموږ نژدې ١٥٠٠ رمه چې وزې او مېږي وې افغاستان ته اړول شوې وې او يو هلک يې راته وژل وو. نو موږ به خپل کوښښ هم کوو چې خپله ځان ته حفاظتي اقدامات اوچت کړو،،

بلخوا هم د کيلاش قبيلې نذر ګل چې څوارلسم زده کونکې ده وايې مذهب په زوره نه بدليږي او نه يې اسلام اجازت ورکوي.

،، زموږ علاقه کې خلک ډير زيات ويره لري، او وايې طالبان به راشي او دلته به هم بمې چاودنې کوي او خلک به وژني. خلکو په زړونو کې ويره پيدا شويده. موږ ميې مياشته کې راتلونکې د خوشالو اختر چلم جوشت تيارې کوو نو موږ زنانه وايې چې تياريانې به څه اوکړو، طالبان به راشي او موږ به اوژني، دغه رنګ ماشومان هم فکرمنده دې او يريږي چې طالبان به مو اوچت کړې،،

پدې لړ کې د مذهبي امورو کار پوه ډاکټر قبله اياز وايې اسلام د دې اجازت نه ورکوي چې په چا په زوره د دين دعوت قبول کړې شي.

،، قران پاک هم موږ ته وايې چې د دين قبوليت لپاره هيڅ جبر نشته چې خامخا به ته دا دين قبلوې. کيلاش برادري مزږ سره يو تاريخي برادري ده. او يو ډير غټ تاريخ لري. او اوسه پورې دوي ته چا هم ندې ويلې چې تاسو به اسلام قبلوې. که په خپله مرضي اسلام راوړي نو څه خبره نشته خو که زبردستي پرې کيږي نو د دې هيڅ جواز نه جوړيږي،،

پدې بابله د خيبر پښتونخوا د وزيراعلى د مذهبي امورو مشير ډاکټر سوران سنګ وايې نن هغه پدې مامعله د کيلاش قبيلې، اسماعيلي فرقې او سني مسلک سره تعلق لرونکې مشرانو سره خبرې اترې کړيدې او هغې وايې دا ويډيو يونيم کال پخوانې ده ، بايد چې ميډيا د داسي ويډيوګانو نه ډډه وکړې او کوم چې موږ پرامنه ژوند تيروو نو هغه به نه متاثريږي.

دې وايې چې دا خلک کوم قسمه سيکيورټي غواړي نو صوبايې حکومت به ورکوي.

،، دوي خپل تحفظات ښکاره کړه او وايې چې پکار ده چې د ځان حفاظت لپاره زموږ خلک پوليسو او په ايف سي کې واخيستې شي نو دا به ښه وي او د دوي دا تجويز به زه وزير اعلى ته وړاندې کوم،،

د ذکر ده تير زيارت په ورځ سپريم کورټ چيف جسټس تصدق حسين جيلاني د طالبانو له اړخه ورکړې شوې دهړکې ازخود نوټس اخيستې وو او ويلې وو چې ملکي اين په زبردستې او د وسلې په زور مذهب بدلولو اجازت نه ورکوي او اټارني جنرل نه يې دا پوښتنه کړې وه چې وفاقي حکومت تراوسه پورې پدې لړکې څه عملي اقدامات اوچت کړې دي.
XS
SM
MD
LG