د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې بمبارۍیو ۱۵ وسله وال وژلي


پوځي سرچینو مشال راډیو ته ویلي چې بېګا یې د میرعلي په حسوخېل او خوشالي سیمو کې د وسله والو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.خو نه ازادو سرچېنو او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ویلي دي.


د پاکستان پوځي چارواکو ویلي چې دوی په شمالي وزیرستان کې د بهرنیو په ګډون پنځلس وسله وال وژلي دي.


پوځي سرچینو مشال راډیو ته ویلي چې بېګا یې د میرعلي په حسوخېل او خوشالي سیمو کې د وسله والو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.

خو نه په سیمه کې ازادو سرچېنو د دې پخلی کړی دی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ویلي دي.

ځايي خلکو مشال راډیو ته ویلي چې بېګا د شپې پر دولس بجې بمبارۍ پیل شوې او شاوخوا یو ساعت یې دوام درلود. د دوی په وینا ، په دې کې څوک نه دي وژل شوي.
په شمالي وزیرستان کې تېر ماښام نامالومو وسله والو پنځه کسان په ډزو وژلي دي.
ځايي حکومتي چارواکو بېګا مشال راډیو ته وویل چې دا کسان په یو موټر کې له میرانشاه څخه میرعلي ته روان وو چې له شا ورباندې ډزې شوې دي.

د چارواکو په وینا دا تر اوسه نده مالومه چې په دې پېښه کې به د چا لاس وي.

په میرانشاه کې ځینې چارواکي وايي چې په وژل شوو کې د دوو کسانو تعلق له ځینو وسله والو ډلو سره وو او د هغوی په وینا ، ښايي د خپل منځي شخړې له کبله وژل شوي وي. خو چا تر اوسه د دې پېښې پړه نه ده منلې.

په شمالي وزیرستان کې دا پېښې پر داسې مهال رامنځ ته شوې چې د تحریک طالبان پاکستان مذاکراتي کمېټۍ وايي ، دوی د طالبانو له خوا د ډزبندۍ اعلانولو واک لري.
دا څرګندونې د یادې کمېټۍ غړي مولانا یوسف شاه د چارشنبې په ورځ ناوخته په پېښور کې خبرې غونډې ته وکړې.

د حکومت له خوا ټاکل شوې کمېټۍ وايي ، په کار ده چې وسله وال طالبان ډزبندي اعلان کړي چې د خبرو اترو بهیر بیا پیل شي.

بل پلو تېره ورځ ناوخته د تحریک طالبان پاکستان ویاند شاهد الله شاهد مشال راډیو ته وویل چې دوی په دې شرط له حکومت سره ډزبندۍ ته تیار دي چې د هغه په وینا ، دوی ته دا باور ورکړل شي چې نور به یې بندي ملګري نه وژل کېږي.

د پاکستاني حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ روانې خبرې اترې له هغه وروسته د ځنډ ښکار شوې چې طالبانو د ایف سي ځواک تښتول شوي درویشت عسکر ووژل.
XS
SM
MD
LG