د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کرښې پر غاړه (په پېښور پوهنتون کې تاوتریخوالی)


په پېښور پوهنتون کې د پښتون سټوډنټس فیډرېشن زده کوونکو یوه کوټه سوځل شوې ده
په پېښور پوهنتون کې د پښتون سټوډنټس فیډرېشن زده کوونکو یوه کوټه سوځل شوې ده
د کرښې پر غاړه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

تېره اوونۍ په پېښور پوهنتون کې د زده کوونکو د دوو ډلو تر منځ نښته وشوه.

تر دې وروسته د یونیورسټۍ امنیت حالت خراب شو، او هلته د زده کړو عمل اغېزمن شو.

د نن د کرښې پر غاړه خپرونه کې پر دې موضوع بحث کوو چې په پوهنتونونو کې د خبرو اترو پر ځای د تشدد له لارې ستونزې هوارول څه اثرات لرلای شي او دا به ټولنې ته څومره تاوان ورسوي؟

په خپرونه کې د پښتون ملتپاله زده کوونکو سازمان طارق افغان او د اسلامي جمیعت طلبه د پېښور ناظم میا سهېل مېلمانه دي.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

د کرښې پر غاړه (په پېښور پوهنتون کې تاوتریخوالی)
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:02 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG