د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (د انځورګر مراد خبرې)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په نننۍ خپرونه کې مو د سوات مېنګورې له یوه انځور ګر سره خبرې کړې دي.

مراد وايي، له وړوکتوبه یې له انځورګرۍ سره مینه وه او د انځورګرۍ لومړنۍ زده کړې یې له خپلې مور کړې وې.

دی وايي، تر دې وروسته یې د اسلام اباد په هنرکدې کې هم زده کړې کړې دي.

دی وايي، زیاتره انځورونه یې د سوات ښایسته سیمې او د سوات رومانوي فضا ښيي.

مراد د سندرو امېل په خپرونه کې وویل، دی له انځورګرۍ پیسې نه ګټي ځکه چې د سیمې اوسېدونکي یې بې وزله خلک دي.

په خپرونه کې د تل په څېر سندرې هم درخپروو.

د سندرو امېل خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

د سندرو امېل، له هارون باچا سره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:16 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG