د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکتر عبدالله عبدالله په جلال اباد کې غونډه کړې ده


جلال اباد - د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله له خپلو مرستيالانو سره د ولسمشريزو ټاکڼو د کمپين په لړ کې د نهې په ورځ جلال اباد ته راغلي و، او ژمنې يې وکړې چې له برياليتوب وروسته به په ختيځ زون کې بنيادي پروژې پلي کوي.


دغه غونډه چې د جلال اباد ښار شیرزي لوبغالي کې جوړه شوې وه، د افغانستان د ولسي جرګې غړي او په ختيځ کې د ډاکټر عبدالله د کمپين مسوول حاجي حضرت علي د ختيځ زون په کچه له څلورو ولاينونو څخه په زرګونه تنه رابللي ول او له خلکو يې غوښتنه وکړه د ډاکټر عبدالله په حق کې خپله رايه وکاروي.

د افغانستان ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې ژمنې وکړې چې که ولسمشر شو نو په ننګرهار کې بنيادي پروژې پلي کوي. نوموړي وويل:

((د ننګرهار د کانال پروژه بيا رغول، د بهسود پول چې د درو ولايتونو عمومي لارې څخه تيريږي، په اساسي ډول جوړول، د کونړ پر سيند باندې د بريښنا بند جوړول، د جلال اباد او تورخم د دویم سرک کار تکمیلول، دا به هاغه تشې وعدې نه وي لکه چې تاسو ته درکول شوي، توفيق له خدايه غواړو او پوره باور لرو چې څه شی زموږ له لاسه کيږي او زموږ په توان کې وي هغه به کوو.))

دغونډې يو شمير ګډونوال په دې باور و چې دوی به هغه چا ته رايه ورکوي چې ستونزو ته يې د پای ټکي کيږدي. دوه تنو يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:

((زما شلمان نوم دی، د دغسې سړي موږ خوښمن يو چې هغه د غریبو غم وکړي. دا اداري فساد ورک شي، دا جیبونه ډکول ورک شي، د غريبو غم وخوري. ډير وعدې کوي خو چې هغه وعدې سر ته ورسوي، داسې نه چې شا ته يې واچوي، ګوډی يې کړي او نور په خپله مخه ځي.))

((زما نوم مطيع الله شاکر دی، په دې خاطر دې خلکو سره دا فکر وي چې د کانديدانو اهداف او موخي مالومې کړي، د هغو کانديدانو اهداف چې له اسلامي اهدافو سره برابر وي، نو موږ ټول افغانان او خصوصاٌ ننګرهاريان غواړي چې همغه ته رايه ورکړي.))

د يادولو ده چې له وخته چې په رسمي توګه د ولسمشرۍ د کانديدانو کمپاينونه پيل شوي له نوماندانو څخه عبدالله عبدالله لومړنی کانديد دی چې تر نورو مخکې ننګرهار ته ورغی او له خلکو يې د رايو غوښتنه وکړه.
XS
SM
MD
LG