د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا غواړي د یوه سرتېري په بدل کې د ګوانتانامو طالبان خوشې کړي


ژباړه: شاهین بونیری
سرچینه: واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ په یو راپور کې لیکلي دي ـــ امریکه غواړي چې د طالبانو په بند کې یو امریکايي سرتیري د خوشي کولو په بدل کې د ګوانتانامو د قید نه ځني طالب قوماندانان خوشي کړي.


ورځپاڼه لیکي ـــ تر دې وړاندې چې د روان کال تر پاي له افغانستانه بهر ملکي ځواکونه ووځي ـــ امریکايي چارواکي هڅه کوي چې د طالبانو د قید نه یو امریکايي پوځي بو برګ دال خوشي کړي او ددغې په بدل کې د ګوانتامو د قید نه د ځني طالب قوماندانانو په خوشي کولو يي خپله رضامندي ښودلې ده.

ورځپاڼې ته امریکايي چارواکو ویلي دي ـــ د امریکايي قیدي د خوشي کولو په بدل کې به پینځه طالب زندانیان قطر ته حواله کولې شي. امریکايي پوځي په کال ۲۰۰۹ م کې طالبانو قید کړې وو ــــ او فکر کوي چې دا وخت په پاکستان کې د حقانې شبکې په لاسو کې دی.

دا وړاندیز د تیرو دوو کالونو راهیسې ـــ وړاندې کړې شوې وو ــ خو ولې اوس د وایټ هاوس، پینټاګون او د امریکه د بهرنیو چارو د وزارت له خوا د پریکړه شوې ده ـــ چې پینځه طالب بندیان به خوشي کوي.

طالبانو ددې نه وړاندې د طالب قوماندانانو یو په یو قطر ته د حواله کولو په طریقه کار اعتراض کړې وو. یو امریکايي چارواکي ورځپاڼې ته ویلي ـــ چې په دې معامله د خبرو لپاره امریکه هر وخت چمتو ده او دا طالبان وو چې دوه کاله وړاندې يي خبرې اودرولې وی.

د وړاندیز لا په رسمي توګه نه دې شوې او نه امریکايي چارواکي په دې لړ کې قطر ته سفر کوي. د پینټاګون د اطلاعاتو سکتر ویلي ـــ امریکايي چارواکي دې ته اماده دي چې د طالبانو په قید کې بندي امریکايي سرتیرې راخوشي کړي.

په کال ۲۰۱۲ م کې په دوحه کې طالبانو سره د خبرو اترو د عمل پیل کولو تیارۍ شوې وی خو دا خبرې هغه وخت اونه شوې کله چې طالبانو په خپل دفتر د طالبانود حکومت د وخت بیرغ هسک کړو. د طالبانو استاذي اوس هم په دوحه کې دي .

د حقاني شبکې یو شمیر غړي په افغانستان کې هم په قید کې ساتلې شوي دي. او پینټاګون ددې خبرې هم جایزه اخلي چې د حقاني شبکې سره جدا خبرې پیل کړي.
XS
SM
MD
LG