د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د وژل شویو سرتېرو کورنیو غړي خپل مړي غواړي

پېښور - د پاکستان طالبانو چې د اېف سي امنیتي ځواک د کومو ۲۳ سرتېرو د وژنې پړه منلې ده، د هغوی کورنۍ وايي، که ریښتیا هم دا کسان وژل شوي وي، نو طالبان دې ورته مړي وسپاري.


طالبان وايي، دا کسان یې شا و خوا څلور کاله مخکې تښتولي ول او اوس یې ځکه وژلي دي چې حکومت په زندانونو کې د دوی ملګري وژلي دي.

د دې وژنو له کبله د حکومت او د طالبانو په استازيتوب د جوړو کمېټیو غونډې هم ځنډېدلې وې.

د وژل شویو سرتېرو کورنیو غړي وايي، مړي دې ورته له هیلي کاپټره ور وغورځول شي، خو چې د دوی غم لنډ شي.

د مشال راډيو خبریال د ځینو وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره خبرې کړې دي، او دا رپورټ یې جوړ کړی دی.

رپورټ تاسې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:19 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG