د لاسرسي ځای

تازه خبر

'یو لور د روغې خبرې روانې بلخوا وژنې'


د يادونې وړ ده، چې د پاکستاني وسله والو طالبانو د مومند ايجنسۍ ډله له پخوا راهيسې د دې هېواد له حکومت سره د خبرې اترو مخالفه وه

د پاکستاني وسله والو طالبانو د مومند ايجنسۍ ډله وايي؛ چې دوى هغه ٢٣ پاکستاني سرتېري وژلي دي؛ چې درې نیم کاله وړاندې یې برمته کړي وو.


د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د پاکستاني طالبانو د مومند ايجنسۍ د ډلې وياند عمر خالد خراساني د دوشنبې په شپه په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي؛ چې له دوی سره برمته د اېف سي ځواکونو له ۳۰ سرتېرو یې ٢٣ ووژل؛ چې په ٢٠١٠م کال يې د افغانستان پولې ته څېرمه په مومند ايجنسۍ کې له يوې امنيتي پوستې تښتولي ول.

عمر خالد خراساني په خپلې مطبوعاتي اعلاميه کې همدا راز ويلي دي:

"موږ دا نيمه پوځيان د خپلو هغو ملګرو د وژنې د بدل اخيستو په هدف ووژل؛ چې د پاکستان امنيتي ځواکونو په داسې حال کې په بې رحمۍ وژلي دي؛ چې له حکومت سره د سولې خبرې اترې روانې دي."

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:02 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


پاکستاني وسله والو طالبانو د دې هېواد سرتېري په داسې وخت کې وژلي؛ چې د دوى استازي او د حقانيې مدرسې بنسټګر مولانا سميع الحق د شنبې پر ورځ د پنجاب صوبې په لاهور ښار کې د پاکستان د شاوخوا ٢٠٠ ديني عالمانو تر غونډې وروسته له رسنيو سره په خبرو کې ويلي وو؛ چې پاکستاني طالبان د دې هېواد اولادونه دي او پر دوى يې غږ کړى و؛ چې د حکومت پر ضد دې له وسله والې مبازې لاس واخلي:

"موږ پر پاکستاني طالبانو غږ کوو چې؛ تاسو زموږ او د پاکستاني قوم اولادونه ياست، پاکستاني قوم له تاسو څخه توقع لري، چې تاسو هم د دې هېواد د پياوړتيا او ثبات لپاره له موږ سره اوږه پر اوږه کار وکړئ؛ له حکومت سره د امن په ژبه خبرې وکړئ او په دې هېواد کې خوشحالي راولئ."

نوموړي همداراز ويلي وو، چې وسله وال طالبان او د پاکستان حکومت دې د هغو خلکو دسيسې شنډې کړي؛ چې غواړي روانې خبرې اترې سبوتاژ کړي او عملياتو ته لار هواره کړي او په خبره يې، که چېرې د حکومت اوطالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې له ناکامۍ سره مخ هم شي؛ نو حکومت دې د وسله والو پرخلاف له پوځي عملياتو ډډه وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستاني وسله والو طالبانو د مومند ايجنسۍ ډله له پخوا راهيسې د دې هېواد له حکومت سره د خبرې اترو مخالفه وه او د تېر کال د نومبر په لومړۍ نېټه په شمالي وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې ددې ډلې د مشر حکيم الله مسود تر وژنې وروسته؛ د مومند ايجنسۍ طآلبانو له حکومت سره هر ډول خبرې اترې لغوه اعلان کړې وې.
XS
SM
MD
LG