د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر او د هند د بهرنیو چارو وزیر کندهار ته تللي

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د کابیني وزیران او د هند د بهرنیو چارو وزیر سلیمان خورشید د شنبې په شپه کندهار ته تللي دي.


د افغانستان پاکستان او ترکیې تر درې اړخیزي غونډي وروسته ولسمشر حامد کرزی د زراعت او ټکنالوژۍد ملي پوهنتون د افتتاح لپاره کندهار ته تللی.


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د کابیني وزیران او د هند د بهرنیو چارو وزیر سلیمان خورشید د شنبې په شپه کندهار ته تللي دي.

د ښاغلي کرزي سره په دغه سفر کې د هند د بهرنیو چارو وزیر سلیمان خورشید او د افغانستان د کابینې یو شمیر وزیران ګډون لري.

د کندهار د والي د دفتر مشر ډاکټر پرویز نجیب مشال راډیو ته وویل چې د ولسمشر د سفر هدف په کندهار کې د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ د ملي پوهنتون افتتاح ، او د دغه ولایت له خلکو او قومي مشرانو سره لیدل دي.

د ډاکټرنجیب په وینا ولسمشر به د شنبې پر ورځ تر غرمې مخکي د ډنډ ولسوالي په ترنک فارم سیمه کې د زراعتي علومو د ملي پوهنتون افتتاح وکړي چې د هند هیواد په مالي مرسته جوړ سوي دی.

د ولسمشر دغه سفر ته په کندهار کې د تیري پنجشنبې راهیسې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG