د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د تحریک طالبان پاکستان پر مشرانو مقدمه


د تحریک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله
د تحریک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله

د پولیس چارواکو په وینا مقدمه د زخمي شویو پولیس سرتیرو په مدعیت کې د وسله والو طالبانو د مشر فضل الله او د دغې ډلې د ویاند شاهد الله شاهد پر ضد ولیکل شوه.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې نن سهار پر امنیتي ځواکونو حمله شوې ده. د رېنجر ځواک ویاند میجر سبطین مشال ریډیو ته وویل، پېښه د ښار په قیوم اباد سیمه کې هغه وخت مخې ته راغله کله چې ځانمرګي بریدګر خپل ځان د رېنجر ځواک د یو افسر د ګاړي مخې ته والوځلو.


د هغه په خبره د حملې له کبله د رینجر ځواک سرتیرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې . د ژغورنې اداره وایي، په برید کې دوه ولسي وګړي ژوبل شوي دي.

کراچۍ کې د فبرورۍ پر دیارلسمه نېټه وسلوالو طالبانو پولیس په نښه کړ
کراچۍ کې د فبرورۍ پر دیارلسمه نېټه وسلوالو طالبانو پولیس په نښه کړ

د پولیسو او رینجر ځواک سرتیرو د پېښې سیمه کلابنده کړې او پلټنې یې شورو کړي دي.

په کراچۍ ښار کې پرون د پنجشنبې پر ورځ هم پر امنیتي ځواکونو بمي حمله شوې وه چې له امله یې ۱۳ پولیس سرتیري وژل شوي او لسګونو نور ژوبل شوي ول چې ډېری پکې پولیس سرتېري وو.

د زیارت په ورځ د کراچۍ په رزاق اباد سیمه کې پر پولیسو د حملې مقدمه د کراچۍ په شالطیف تاڼه کې لیکل شوې ده، د پولیس چارواکو په وینا مقدمه د زخمي شویو پولیس سرتیرو په مدعیت کې د وسله والو طالبانو د مشر فضل الله او د دغې ډلې د ویاند شاهد الله شاهد پر ضد ولیکل شوه . په مقدمه کې په نومول شویو ملزمانو د وژنې او ترهګرۍ تورونه لګول شوي دي.

د هغه برید پړه لومړی د جندالله وسله والې ډلې او وروسته بیا د تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې په خپله غاړه اخیستې وه.

بلخوا ته د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزیر چودري نثار په کراچۍ کې د زیارت (پنجشنبې) په ورځ خبري غونډې ته ویلي حکومت له وسله والو سره خبرې اترې شورو کړي دي. نوموړي د کراچۍ پېښې ته په اشارې سره وویل داسې هم ممکنه نه ده چې یوې خوا ته دې خبرې اترې روانې وي او بلې خوا ته دې جنګ وي.

"مذاکرات او د تشدد پېښې یو ځای نه شي چلېدلای. که د تشدد پېښې همدغسې روانې وي نو د حکومت دا واضح پیغام دی چې بیا له دې د مذاکراتو روان عمل ته زیان اوښتلای شي"

څېړونکي وایي د وسله والو طالبانو لخوا پر امنیتي ځواکونو د حملو او د حکومت لخوا د وسله والو ډلو د چارواکو پر ضد د مقدماتو لیکل د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو روان بهیر اغېزمنولای شي.

څیړونکې عقیل یوسفزی په دې اړه وایي:

"د مذاکراتو عمل د شورو راهسې سست روان دی، په ۲۹ جنورۍ د مذاکراتو اعلان شوی دی، کمیټیانې جوړې شوي دي خو تر اوسه دواړه خواوې د ډزبندۍ په څېر په بنیادي نکته هم نه دي متفق شوي. په کراچۍ کې چې کومه حمله شوې، طالبانو یې ذمه واري منلې او دا جواز یې پیش کړی چې په کراچۍ، صوابۍ او پیښور کې د دوی ملګري له جیلونو ایستل کیږي او بیا هغوی وژل کیږي، او دوی د هغو په ردعمل کې پولیس په نښه کوي، دغه شان د طالبانو د مشرانو په ضد کیسونه لیکل کیږي، زما په خیال که همداسې حالات وي نو د مذاکراتو عمل مخته وړل به ګران وي"

د عقیل یوسفزي په خبره د حکومت او وسله والو ترمنځ د خبرو اترو د شورو شوې پروسې په لومړنیو دوو هفتو کې د ډزبندۍ د نه کیدو له امله يې د خبرو اترو په دې موده کې په پاکستان کې ۲۰ بریدونه شوي دي چې په دې کې ۷ ځانمرګې حملې هم شاملې دي.

د هغه په خبره له دې حملو څخه تر ټولو زیات د پېښور او ورپسې د کراچۍ ښارونه اغیزمن شوي دي.

XS
SM
MD
LG