د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (له وهمي اورکزي سره خبرې)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.


په نننۍ خپرونه کې مو د خیبر پښتونخوا د ټل ولسوالۍ له شاعر وهمي اورکزي سره خبرې کړې دي.

نوموړی د ځایي شاعرانو شعرونه د موبایل ټيلي فون میسېجونو یا پیغامونو په ذریعه تر لرې لرې رسوي.

اورکزي یوه شبکه جوړه کړې ده او پکې یې ډېر لیکوالان او شاعران شامل کړي دي.

اورکزی وايي، دی له دې لارې د پښتنو ځوانانو تر منځ د بحث مباحثې او مکالمې فضا پیدا کول غواړي.

دی وايي، د رسنیو نشتوالي له کبله د ده ملګرو ورته وړاندیز وکړ چې د موبایل ټیلي فون په ذریعه د شعرونو او لیکنو استولو شبکه جوړه کړي.

اورکزی وايي، تر اوسه دوی په خپل نیټورک کې ۱۵۰۰ کسان لري.

دوی د هرې سیمې ښه شاعر انتخابوي او بیا د هغه یا هغې شعرونه خلکو ته استوي.

له اورکزي سره نورې خبرې په خپرونه کې واورئ.

د سندرو امېل په خپرونه کې د تل په څېر سندرې هم اورېدای شئ.

خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې واورئ.

د سندرو امېل، له هارون باچا سره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:51 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG