د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د یوې ولسوالۍ نجونو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره شوه


که په یوه ټولنه کې یو تن نارینه زده کړې حاصلوي، مانا دا چې یوازې د ټولنې یو کس باسواده ګرځي، خو که یوه ښځه علم ترلاسه کوي، نو هغې سره پوره کورنۍ او ټولنه باسواده ګرځي.

که په یوه ټولنه کې یو تن نارینه زده کړې حاصلوي، مانا دا چې یوازې د ټولنې یو کس باسواده ګرځي، خو که یوه ښځه علم ترلاسه کوي، نو هغې سره پوره کورنۍ او ټولنه باسواده ګرځي.


یادې څرګندونې د سه شنبې په ورځ د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د پوهنې امر رسول زار ګل په یاده ولسوالۍ کې د هېوادپال ځواک ټولنیز بنسټ له خوا د ۱۵۰ تنو نجونو زده کوونکیو ته د انګلیسي ژبې او ساینسي علومو د وړیا زده کړو د شپږ میاشتني پروګرام د پپیل په مراسمو کې وکړې:

((ډیوې ته مه ګورئ، چې د چا په لاس کې ده لیکن د ډیوې د رڼا نه ګټه پورته کړئ، که چې یو نارینه سواد حاصلوي نو یوازې هغه سړی باسواده کیږي، خو که یو خور سواد حاصلوي نو د هغې سره یوه ټولنه باسواده کیږي او جهالت ورسره پای ته رسیږي.))

د هېواد پال ځواک ټولنیز بنسټ په استازیتوب محمد الیاس وحدت د پروګرام ګډونوالو ته وویل، چې نوموړي بنسټ د خوست څلورو زرو نجونو او هلکانو ته د وړیا زده کړو زمینه برابره کړې ده او هڅه کوي، چې دا ډول پروګرامونه لاپسې وغځوي:

((هېوادپال ځواک د خپلو فعالیتونو لومړیتوب زده کړو ته ورکړی دی، موږ سره همدا اوس د زده کړو په چوکاټ کې که چیرې ستاسو او د هغو خویندو چې سږ کال مو دې پروګرامونو ته جذب کړي دي شمېر ورجمع کړو، نو څلورو زرو ته يې شمېر رسیږي.موږ سږ کال وتوانیدو، چې دې بهیر ته خویندې هم راشریکې کړو، لومړنۍ څانګه مو په بي بي حلیمې لیسه کې خلاصه کړه، جې هغه هم د خوینو له پاره ژمني کورسونه دي، دویمه څانګه په غرغښت لیسه کې، دریمه څانګه دا ده په حیدرخېلو صدیق روهي لیسه کې او څلورمه به سبا یا بله ورځ د ورغه کلي په لیسه کې خلاصیږي.))

د نوموړي روزنیز پروګرام یوې تنې زده کوونکې د زده کړو د ارزښت په تړاو یوه مقاله ولوسته، چې د هغې په یوه برخه کې داسې راغلي ول:

((کوم هېوادونه چې پرمختللي دي دا د علم او زده کړو برکت دی، کوم هېوادونه چې وروسته پاتې دي، دا د ناپوهۍ وجه ده، زه د علم فضلیت ته ډېره حیرانه یم، څومره حسن راولي یو بدرنګ کس ته، د پوهې په واسطه انسان کمال ته رسیږي، همداشان انسان د خپلو مکلفیتونو څخه خبروي.دا دومره پرمختللی دی انسان په علم پوهه***اخته دي پرې زموږه افغانان په علم پوهه.))

د یادونې وړ ده، په دې وروستیو کې د خوست د یو شمېر سوداګرو، بااحساسه شخصیتونو، مدني بنسټونو او په ملي شورا کې د خوست د وکیلانو او سناتورانو له خوا د ځوانانو د زده کړو له پاره ځني وړیا ښوونیز او روزنیز پروګرامونه پیل شوي، چې په کې په زرګونو زده کوونکي او محصلان پر زده کړو بوخت دي.
XS
SM
MD
LG