د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د بګرام زندان د مسوولیت اخیستو ته چمتو یوو"


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته د بګرام زندان د انتقال موضوع په داسې حال کې مطرح کیږي چې؛ تراوسه له دې زندان څخه هغه دوه اویا زندانیان نه دي خوشې شوي؛ چې حکومت یې د ازادیدو پریکړه کړې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته د بګرام زندان د انتقال موضوع په داسې حال کې مطرح کیږي چې؛ تراوسه له دې زندان څخه هغه دوه اویا زندانیان نه دي خوشې شوي؛ چې حکومت یې د ازادیدو پریکړه کړې.


امریکا دغه شمېر زندانیان خطرناک بولي؛ خو افغان حکومت او د بګرام زندان د دوسیو څیړلو کمیټې یې د خوشې کیدو ژمنه کړې.

بګرام زندان هغه ځای دی چې په تیرو لسو کلونو کې سلګونه کسان د ترهګریزو فعالیتونو په تور په کې زنداني شوي دي.

افغان حکومت اوس پریکړه کړې چې؛ د دې زندان کنټرول له دفاع وزارت څخه کورنیو چارو وزارت ته وسپاري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې؛ دوی دې مسوولیت اخیستو ته چمتو دي:

"هغه فیصله چې د ولسمشر له خوا شوې موږ آماده یو چې هغه عملي کړو؛ دغه ټول مسوولیتونه به وسپارل شي؛ کورنیو چارو وزارت ته، موږه خپل تلاش کوو تر څو هغه مسوولیتونه او سهولتونه چې لرو هغه ادا کړو، هر هغه موارد چې په دې محبس پورې اړه لري؛ هغه به کورنیو چارو وزارت ته وسپارل شي."

کورنیو چارو وزارت ته د بګرام زندان د سپارلو پریکړه د یکشنبې په ورځ په ارګ کې د افغان چارواکو له خوا وشوه.

بګرام زندان په افغانستان کې د امریکا تر ټولو لوی زندان و؛ خو په تېره مارچ میاشت کې یې مسوولیت افغان حکومت ته وسپارل شو.

افغان حکومت د بګرام زندان له مسئولیت اخیستو څخه تراوسه شااوخوا شپږ سوه زندانیان له دې زندانه ازاد کړي، خو په دې وروستیو کې امریکایي چارواکو د افغان حکومت په دې کار سخت انتقادونه وکړل.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون غړی صالح محمد صالح وایي چې کورنیو چارو وزارت دبګرام زندان د ساتنې ظرفیت نه لري.

ښاغلي صالح مشال راډیو ته وویل، چې له دې سره به د زندانیانو ستونزې نورې هم زیاتې شي.

"زه فکر کوم چې وزارت داخله دغه ظرفیت نه لري چې د خپلو زندانونو امکانات برابر کړي او دوی ته هغه څه چې لازم دي وکړي، که دغه ورباندې اضافه شي د افغانستان د زندانیانو او کورنیو چارو وزارت د زندانونو لپاره به مشکلات نور هم زیات شي."

د کورنیو چارو وزارت اړوند زندانونه هم ترډیره معیاري نه دي او په وروستیو کلونو کې څو ځلې زندانیان هم ترې تښتیدلي دي.

د بشري حقونو بیلابیلو سازمانونو هم په تیرو کلونو کې په افغان حکومت له دې امله انتقادونه کړي چې د زندانیانو حقوقو ته یې لازم پام نه دی کړی.

دا چې کورنیو چارو وزارت به تر کومه حده وشي کړای چې د بګرام زندان چارې سمبال او د زندانیانو ستونزې یې هوارې کړي، دا به وخت معلومه کړي.
XS
SM
MD
LG