د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوچي اولمپیک: د جرمني ماریا هوفل ریش بیا اتله شوه


په مینځ کې د جرمني ماریا هوفل ریش او کیڼ لور ته د د اسټریا نېکول هوشپ او ښي اړخ ته د امریکا جولیا مانوسکو پر واروه ځغل کې اولو دویم او درېیم نمبر راغلې
په مینځ کې د جرمني ماریا هوفل ریش او کیڼ لور ته د د اسټریا نېکول هوشپ او ښي اړخ ته د امریکا جولیا مانوسکو پر واروه ځغل کې اولو دویم او درېیم نمبر راغلې

پر واوره ځغل سیالۍ کې دویم ځای د اسټریا نېکول هوشپ تر لاسه کړ او د سپینو زرو مېډال یې وګاټه. د امریکا جولیا مانوسکو د درېیم ځای په تر لاسه کولو، د زیړو مېډال په خپل نوم کړ.

د روسیې په سوچي کې د ژمي اولمپیک لوبې روانې دي. د ګل (دوشنبې) پر ورځ، د جرمني ماریا هوفل – ریش پر واورې د ښوېیدو په سیالۍ کې بریا تر لاسه کړه.


دا لوبه په واورینو غرونو کې کېږي. دا دویم ځل دی چې ماریا دا سیالي ګټلې ده. څلور کاله مخکې هم په دې زغل کې نوموړې د سرو زرو مېډال تر لاسه کړ. نوموړې دوه منډې په دوه دقیقو (منټو) او ۳۴،۶۲ ثانیو (سیکنډو) کې وکړې.

په سیالۍ کې دویم ځای د اسټریا نېکول هوشپ تر لاسه کړ او د سپینو زرو مېډال یې وګاټه.

د امریکا جولیا مانوسکو پر واوره ځغل سیالۍ کې د درېیم ځای په تر لاسه کولو، د زیړو مېډال په خپل نوم کړ.

د دوشنبې پر ورځ د کاناډا چارلس هیمېلېن پر واوره ځغل په یو بل ډول لوبه چې سکېټېنګ ورته وایي، کې د سرو زرو مېډال تر لاسه کړ. د ۱۵۰۰ میټرو د لنډې منډې په یاد ځغل کې د چین هان تیانو د سپینو زرو او د روسیې وېکټور اهن د زیړو مېډال وګاټه. دا د اولمپیک لوبو په سکېټېنګ کې د روسیې لومړی مېډال وو.

۲۸ کلن اهن د ۲۰۰۶ز کال د تورین په لوبو کې د جنوبي کوریا لپاره څلور مېډاله ګټلي ول. تر هغې وروسته دی د روسیې وګړی شو او خپل نوم یې له اهن هیون – سو، وېکټور اهن ته وربدل کړ.

د یکشنبې پر ورځ د روسیې ولسمشر ولادمیر پوټین د اولمپیک لوبو لپاره د خپل هیواد چمتووالي دفاع وکړه.

د سوچي اولمپیک لوبو پر تیاریو تنقید شوی دی او پکې د پراخې درغلۍ تورونه دي.

د روسیې دولتي رسنۍ د پوټین له خولې وايي، د لوبو تیاریو لپاره له ټولې روسیې ۳۰۰ کاروباري ادارو ونډه واخیسته او له دې سره په هیواد کې ۵۶۰۰۰۰ اضافي کسانو ته د کار موقعې برابرې شوې.

د دوشنبې پر ورځ د اولمپیک لوبو نړیوالې کمېټۍ مشر تامس باښ هم د لوبو پر انتظام شوی تنقید رد کړ.

هغه په سوچي کې د معیوبه ماشومانو لپاره د یوه ځانګړي لوبغالي پرانیستو په مراسمو کې وویل، که څوک غواړي چې د لوبو انتظام په اړه قضاوت وکړي نو سوچي ته دې ورشي، لوبې دې وګوري او بیا دې قضاوت کوي. خلک دې له بهره قضاوتونه نه کوي.

باښ وویل، له لوبغاړو باید پوښتنه وشي چې هغوی څه وايي. ده زیاته کړه چې په سوچي کې زبردستې لوبې روانې دي.
XS
SM
MD
LG