د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ : د صوفیانو پر استانه برید اته کسان وژلي دي


د یو جومات پر امنیت ساتنه مامور عسکر (پخوانی عکس)
د یو جومات پر امنیت ساتنه مامور عسکر (پخوانی عکس)
کراچۍ: د پاکستان په کراچۍ ښار کې د صوفیانو پر یو استانه وسله والو برید کړی دی چې په کې اته کسان وژل شوي او دولس نور ټپیان شوي دي.

د پولیس چارواکي وایي ، دا پېښه د یکشنبې په ماښام د کراچۍ په بلدیه ټاون کې هغه وخت وشوه چې پر موټرسایکل سپرو وسله والو د جلالي بابا په نامه مشهوره هغه استانه باندې برید وکړ چې د یکشنبې په ورځ په کې د ذکر محفلونه جوړېږي.

د بلدیه ټاون د پولیسو مشر ساجد امیر سدوزي تر پېښه وروسته خبریالانو ته وویل چې وسله والو لومړی په استانه کې پر ناسو خلکو د لاسي بم برید او ورپسې ډزې کړې دي.

ساجد امیر سدوزی زیاته کړه ً برید کوونکي پر درو موټرسایکلونو راغلي و ، دا شپږ کسان وو چې درې کسان استانې ته ننوتي او هلته پر په ذکر کې پر مشغلو کسانو یې ډزې کړي. له لومړنیو شواهدو ښکاري چې دا د ترهګرۍ پېښه دهً.

د کراچۍ د سیول هسپتال ایم ایل او ډاکټر افتاب چنړ تېره شپه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې په یاده پېښه کې د ۸ کسانو مړي او ۱۲ ټپي شوي کسان دې روغتون ته وروړل شوي دي.

پولیس وايي ، برید کوونکي تر پېښه ورسته په تېښته کې بریالي شوي دي. په کراچۍ کې د صوفي مکتبه فکر سره تعلق لرونکو ډلو دا پېښه په کلکه غندلې ده. چا تر اوسه د دې پېښې پړه نه ده منلې.

په کراچۍ کې له صوفي مکتبه فکر سره اړه لرونکو ډلو په بلدیه ټاون کې د جلالي بابا پر استانه شوی دا برید په کلکه غندلی دی.

د سني تحریک رهنما شاهد غوري ویلي ، وسله والو په خېبرپښتونخوا کې پر زیارتونو تر بریدونو وروسته د کراچۍ پر لور مخه کړېده.

د شاهد غوري په وینا ، حکومت تر اوسه د زیارتونو د ساتنې لپاره هیڅ نه دي کړي.

هغه وویل ً دوی مخکې هم په ګلشن معمار کې د منجورانو سرونه پرې کړل ، پر عبدالله شاه غازي مزار او نور زیارتونو هم بریدونه وشول ، خو د دې ټولو پیښو حکومت هیڅ نوټس وانه خیستو، اوس دوی پر جلالي بابا استانه برید وکړ او هلته د ذکر په محفل کې ناست نژدې دېرش مینه وال یې په نښه کړلً.

تر دې وړاندې هم په کراچۍ کې پر زیارتونو بریدونه شوي دي خو په دې ورستیو کې په دې بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی .

د روان کال د جنورۍ په میاشت کې د کراچۍ په ملیر او ګلشن معمار سېمو کې د زیارتونو پر منجورانو بریدونه شوي وو چې نهه کسان په کې وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG