د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: په راتلونکي ټاکنو کې د ځوانانو ونډه


د نوې کرښې په نوم د يوې مدني ټولنې د رهبري شورا غړو د جمعې په ورځ په ننګرهار کې له ګڼ شمير ځوانانو سره وکتل او په راتلونکو ولسمشريزو او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د رايې ورکولو تر څنګ يې له ځوانانو وغوښتل چې له دوی سره يو ځای شي او د انتخاباتو له بهير څخه دې څارنه هم وکړي.

د نوې کرښې په نوم د يوې مدني ټولنې د رهبري شورا غړو د جمعې په ورځ په ننګرهار کې له ګڼ شمير ځوانانو سره وکتل او په راتلونکو ولسمشريزو او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د رايې ورکولو تر څنګ يې له ځوانانو وغوښتل چې له دوی سره يو ځای شي او د انتخاباتو له بهير څخه دې څارنه هم وکړي.


که يوه لور ته په افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره کمپاين پيل شوی، بل لوري ته يو شمير مدني ټولنې په رضاکارانه توګه خلکو ته د خپلې خوښي کانديد ته د رايې ورکولو پوهاوي ورکوي او هم له ځوانانو غواړي چې د انتخاباتو له بهير څخه څارنه وکړي.

دغو مدني ټولنو کې يو هم د نوې کرښې په نوم ده چې د نورو رضاکارانه کارونو تر څنګ د راتلونکو انتخاباتو په اړه خلکو ته پوهاوي وي. د دغې ټولنې د رهبري شورا څو تنه غړي ننګرهار ته راغلي ول او د راتلونکو ټاکنو په اړه يې له ګڼ شمير ځوانانو سره خبرې وکړې. د دغې ټولنې يو تن فعال رامش بختيار وايي:

« موږ په ولاياتو کې له ځوانانو سره خبرې وکړې او هغوی مو دې ته تشویق کړل چې تر څو دوی راشي او د انتخاباتو په پروسه کې برخه واخلي او دوی بايد رايه ورکړي، موږ پرته له دې موضوع چې څوک چا ته رايه ورکوي دوی بايد په انتخاباتو کې برخه واخلي، تر څو د ديموکراسي اصول او اساسات په افغانستان کې تمثيل کړو.»

دی وړاندې وايي: د دوي ټولنه د انتخاباتو له خپلواک کميسيون سره په دې سلا شوې چې دوه زره تنو ځوانانو ته به د انتخاباتو د بهير د څارنې کارتونه ورکوي.

« د نوي کرښې سازمان ۲۰۰۰ تنه خپل غړي د انتخاباتو د نظارت د پروسې لپاره د انتخاباتو له خپلواک کميسيون سره په توافق کې د انتخاباتو د نظارت کميسيون ته معرفي کوي. دا ځوانان به هغه ځوانان وي چې کاملاٌ به بې طرفه وي، مستقيل به وي، نه به د دولت سره ارتباط لري، نه به له کوم کانديد سره ارتباط لري او نه به دا نظارت په پيسو باندې کوي.»

يو تن ځوان وايي چې خپله رايه به د خپلې خوښې کانديد ته ورکوي او که ياده ټولنه ورته د انتخاباتو د بهير د څارنې کارت ورکړي، نو په وړيا توګه به د انتخاباتو له بهير څخه څارنه هم وکړي.

« عزت الله نيازی يم يو تن د جلال اباد ښاري. دا چې د نوې کرښې سازمان يا ټولنه غواړي چې په راتلونکي ټاکنو کې د ځوانانو فعاله ونډه واخلي او همدا رنګه د همدې ټاکنو څارنه په ځوانانو باندې وکړي او هغه هم په افتخاري ډول. زه هم غواړم چې په افتخاري ډول د راتلونکي ټاکنو په ورځ چې د نوې کرښې ځوانان په کې خپله رايه ورکوي او همدا رنګه د ټاکنو د بهير څارنه کوي، دغسې يو غړی واوسم.»

يو بل تن هم ورته نظر لري او وايي:

« زما نوم ايرج مومند دی، زه غواړم چې په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړم. او که چيرته دا زمينه موږ ته مهيه شي چې موږ خپله ځوانان د انتخاباتو له بهير څخه نظارت وکړو، دا به زما لپاره ډير د خوشحالۍ ځای وي.»

د نوې کرښې په نوم د مدني ټولنې غړي وايي چې تر دې وړاندې يې په کابل، هرات او غزني ولايتونو کې له ځوانانو سره کتلي او هغوی يې دې ته هڅولي چې په ټاکنو کې هم برخه واخلي او هم د انتخاباتو په بهير کې له دوی سره د څارنې په چارو کې مله شي. دوي زياتوي چې په يو شمير نورو ولايتونه کې به هم له ځوانانو سره ورته ليدنې کتنې ولري.
XS
SM
MD
LG