د لاسرسي ځای

تازه خبر

"رایه ستاسو غږ دی"


خوست په دې وروستیو ورځو کې د راتلونکیو ټولټاکنو په مناسبت د ګڼو راټولیدنو، غونډو، کنفرانسونو، سپورتي لوبو، مشاعرو او نورو په زړه پورې تفریحي او هنري پروګرامونو شاهد دی.


خوست په دې وروستیو ورځو کې د راتلونکیو ټولټاکنو په مناسبت د ګڼو راټولیدنو، غونډو، کنفرانسونو، سپورتي لوبو، مشاعرو او نورو په زړه پورې تفریحي او هنري پروګرامونو شاهد دی.


په دې ورځو کې نه یوازې د ولسمشرۍ د نوماندانو له خوا د تاکنیزو مبارزو په بهیر کې یو شمېر برنامې عملي کیږي، بلکې تر څنګ یې ځنو مدني بنسټونو هم د بیلابیلو نړیوالو ډونرانو څخه د انتخاباتو د عامه پوهاوي او د خلکو د هڅونې له پاره برنامې اخیستي او په ښار او ولسوالیو کې يې عملي کوي.

د جمعې په ورځ له غرمې مخکې د خوست د جرګو په تالار کې د پکتیا د اوښتون ټولنې له خوا د راتلونکیو ټولټاکنو د عامه پوهاوي او د خلکو او ځوانانو د هڅونې په موخه یوه شانداره مشاعره رابلل شوې وه، نوموړې مشاعره د((رایه ستاسو غږ دی)) تر عنوان لاندې د لسګونو ځايي شاعرانو او فرهنګیانو په ګډون ترسره شوه، چې تر پایه ښه په شور او جوش کې روانه وه.

د جرګو تالار د راتلونکیو ټولټاکنو په تړاو پر بینرو مزین ګرځیدلی وو او په کې د ټولټاکنو په بهیر کې د بلنې له پاره موضوعات ذکر شوي ول:

((سوله په ژړا نه، بلکې په رایو راځي، سوله د ما پیلیږي، رایه سیکه ده، ښه څېز پرې واخلئ، چې بد پاتې شي.))

د ټولټاکنو په باب د جوړې شوې مشاعرې په سر کې د اوښتون ټولنې د استازي محمد داود له خوا د یادې برنامې موخې په ډاګه شوې:

((موږ تل په شعر کې مبارزه کړې ده، هغه مبارزه چې موږ او تاسو يې تر ننه په توره او توپک کوو، هغه باید په قلم وکړو، زه فکر نه کوم چې موږ به تر دې وروسته خپل حق په توره واخیستل شو، هر څوک چې هر څومره توریالی وي، بیا هم نوې تکنالوژۍ يې نن د تورې مخه نیولې ده، طیاره، توپ او ټانک تر اوسه موږ نه لرو او ټوپک مو هم خپل نشته، ولې قلم موږ خپل لرو، په افغانستان کې قلم جوړیږي، په هغه قلمو باید موږ دومره خپل ضرورتونه روښانه کړو، چې وکولای شو هېوادوال او نړیوال پرې قانع کړو، نو انشاالله موږ او تاسو به ګډ حرکت کوو، سوله ییز شعرونه به وایو، هر چا چې په دې اړه ښه مناسبتي شعر ولوست هغه به جایزه اخلي او مهمه دا چې په ټاکنو کې به برخه اخلو.))

د سیاسي چارو کار پوه امیرشاه کارګر مشال راډیو ته وايي که دا ډول کتوري فعالیتونه لږ تر لږه د ځوانانو د انسجام او استقامت ورکونې لامل شي، بیا هم ډېره لاسته راوړنه بلل کیږي:

((هر ډول د ځوانانو فرهنګي فعالیتونه د هغه جملې څخه مشاعرې هم کیدای شي، چې د خلکو په خوځښت کې رول بازي کړي او کولای شي، چې خلک مثبتې خواته کش کړي، په خلکو يې تاثیر لږ یا زیات په خپل ځوانان هم که متحد شي، یو طرفته یوه خوا ورکړي دا به ډېره بهتره خبره وي.))

د مشاعرې په جریان کې د شاعرانو له خوا په زړه پورې شعرونه او غزلې ولوستل شوې همدارنګه د طاهر امین تعجب، محمد رحیم سکندر، لطیف الله ضمیر او عاطف له خوا شعرونه د ترنم په انداز ولوستل شول، چې د ګډونوالو د تاوده هرکلي سره مخامخ شول.

په پای کې د ژوري هیات له خوا طاهر امین تعجب، محمدرحیم سکندر،سباوون خوستي، محمداور خاورین او خیبر خیبر ته په ترتیب سره د ښه شعر جایزې ورکړل شوې.

د یادونې وړ ده په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان د نورو سیمو په شان خوست کې هم د راتلونکیو ټولټاکنو په تړاو برنامې ډېرې شوي او ډیری غونډې، ناستې او نور کلتوري او هنري فعالیتونه همدې ملي مناسبت ته ځانګړي شوي دي.
XS
SM
MD
LG