د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د امریکا او افغانستان امنیتي تړون د جنګ دوام'


د طالبانو د کميټۍ غړي مولانا عبدالعزيز
د طالبانو د کميټۍ غړي مولانا عبدالعزيز

مولانا عبدالعزيز وویل، په دغه ملاقات کې وټاکل شوه چې مذاکرات به د پاکستان د آيين مطابق کيږي نو دا څنګه ممکنه ده چې طالبان د پاکستان ايين ومني.

د طالبانو د کميټۍ غړي مولانا عبدالعزيز اسلام آباد کې رسنيو سره خبرو کې ويلي دي چې د تيرې ورځې ملاقات کې به ځينې خبرو باندې تحفظات لرل


د نوموړي په وينا چې په دغه ملاقات کې وټاکل شوه چې مذاکرات به د پاکستان د آيين مطابق کيږي نو دا څنګه ممکنه ده چې طالبان د پاکستان ايين ومني.

نوموړي زياته کړه چې د مسلمانانو لپاره قران او حديث تر ټولو لوی قانون او ايين دى.

عبدالعزيز وويل، چې لږ تر لږه د اسلام نافذولو ايجنډه خو دې په مذاکراتو کې شامله کړل شي، د ده په خبره ملک د قوانینو بنياد د انګريز قانون ګرځول شوی دى او د اسلام ټول قوانین معطله کړل شويدي، هم دا وجه ده چې نن موږ د بارودو پر انبار ولاړ يو.

د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د وسله والو پاکستاني طالبانو له خوا د دې هېواد له حکومت سره د خبرو اترو لپاره د ټاکل شوې کومېټى غړى مولانا عبداالعزيز هم وايي، که چې افغان دولت له امريکا سره دوه اړخيزه امنيتي_دفاعي تړون لاسليک کړي، نو جګړه به دوام وکړي او د مسلمانانو او امريکايانو ترمنځ به نښتې زياتې شي.

مولانا عبدالعزيز چې د پاکستان د پلازمېنې اسلام د سورجومات (لال مسجد) پخوانى خطيب و، همدا راز وايي، افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي او دواړو هېوادونو وضعيت له يو بل سره تړلى دى او په وينا يې، که امريکا په افغانستان کې پاتې شي، نو له لا ډېرو زيانونو او ماتو سره به مخ شي.

بلخوا د پاکستاني وسله والو طالبانو له خوا د ټاکل شوې کمېټې مشر او د حقانيي مدرسې بنسټګر مولانا سميع الحق وايي، که چيرې امريکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي، نو په سيمه کې به هېڅکله سوله رانه شي.

د پاکستاني وسله والو طالبانو له خوا د ټاکل شوې کومېټې غړيو دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي دي، چې د افغان دولت او د امريکا د متحده ايالاتو ترمنځ د امنيتي دفاعي تړون د لاسليک پر سر ناندرې روانې دي او دواړه خواوې لا ترې دې دمه کومې پريکړې ته نه دي رسېدلي.

فرانس پرېس خبري اژانس همداراز د مولانا عبدالعزيز په حواله وايي، پاکستاني وسله وال طالبان په دې هېواد کې اسلامي قانون نافذول غواړي او په خبره يې، که چېرې په دې هېواد کې اسلامي قانون نافذ نه شي، نو پاکستاني طالبان به له حکومت سره د سولې د خبرو اترو يوه سلنه پريکړې هم ونه مني.

پاکستاني طالبانو د يکشنبې په ورځ ددې هېواد له حکومت سره د خبرو اترو لپاره يوه پېنځه کسيزه کومېټۀ وټاکله، چې بيا وروسته د پاکستان د تحريک انصاف د مشر عمران خان او ددې هېواد د جمعيت عليماء اسلام د ګوند د غړي مفتي کفايت الله تر انکار وروسته په يادې کمېټې کې يواځې درې کسان پاتې شول.

نوموړى همداراز وايي، موږ په دې پوهېږو چې د پاکستان حکومت به د طالبانو دا غوښتنه ونه مني، خو له دې پرته د سولې د خبرو اترو پرمختګ ناشونى دى.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف د جنورۍ په ٢٩مه نېټه ددې هېواد پارلمان ته په خپله وينا کې وسله والو طالبانو ته د سولې د خبرو اترو وړانديز وکړ او د همدې موخې لپاره يې يوه څلور کسيزه کومېټه هم وټاکله.

په دغه کمېټه کې د پاکستان د استخباراتو د پخواني مامور مېجر محمد عامر په ګډون، پاکستانى خبريال رحيم الله يوسفزى، د کابل لپاره د پاکستان پخوانى سفير رستم شاه مومند او د نواز شريف ځانګړى سلاکار عرفان صديقي شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستاني وسله والو کومېټې په داسې وخت کې د طالبانو له خوا د اسلامي قانون نافذولو خبره کړې ده، چې د دې هېواد په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه په خيبر پښتونخوا کې په روانه اوونۍ کې خونړي ترورېستي بريدونه شوي ، چې په ترڅ کې يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

راپور: ذبيح شفق
XS
SM
MD
LG