د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عراق په بندیخانو کې ښځې ځورول کېږي


ه دغو قېدیانو کې په 27 کې زیاترو د هیومن رایټس واچ سره په خبرو کې ویلي دي چې وهل کیږي، د بجلۍ شاټونه، څپېړې او لغتې ورکول کیږي، سرچپه ځوړندیږي او د امینتي ځواکونو لخوا ورسره جنسي زیاتي کیږي.


د بشري حقونو د څار نړیواله ادره هیومن راهیټس واچ وايي، چې په عراق کې سرکاري انتظامیه د هېواد په جېلونو کې له بندي ډېری ښځو سره ناوړه چلند او تشدد کوي.


د زیارت پر ورځ د ادارې لخوا په خپور شوي رپورټ کې ویل شوي دي چې د عراق د امنیتي ځواکونو لخوا د تشدد یو شان طریقې استعمالېږي او دا چې د وزیراعظم نوري ال مالکي لخوا د جرمونو د انصاف په نظام کې د بدلون راوستولو ژمنیتا باوجود، له یو کال تېرېدلو پس لا هم په سلګونه ښځې په غېر قانوني توګه په جېلونو کې بندې دي.

دغه رپورټ چې د هېچا سر خوندي نه دی نومېږي، وايي چې د عراق کمزروې عدلیه اکثره په جبر د اخیستل شویو اعترافاتو پر بنیاد عدالتي کاروايي کوي او دا چې عدالتي کاروايي هم له نړیوالو معیارونو سره سمه نه وي. د امریکا مېشتې ادارې یو عراقي څېړونکي ایرین ایورز erin evers د مشال ریډیو د خبر مرکزي څانګې ته ویلي دي چې د اصلاحاتو په حقله په شویو ژمنو کې یوه هم نه ده پوره شوې.
ایکټ
جنايي انصاف نظام چې پکې امنیتي ځواکونه، تحقیقي ججان، او عدالتونه راځي، په مکمل ډول غېر فعاله دی. په دغه نظام کې په هر پړاو کې رشوت او زیاتی موجود دی او نړیوالې ټولنې داصلاحاتو لپاره په فشار راوستلو کې خپل کردار نه دی ادا کړې.

دغه رپورټ په جېلونو کې له جینکو او ښځو سره د مرکو پر بنیاد جوړ شوی دی. دغه شان د دوی له کورنیو، وکیلانو او ډاکټرانو سره هم پکې خبرې شوې دي. هیومن رایټس واچ عدالتي دستاویزونو ته هم بیا کتنه کړې او له عراقي امنیتي او حکومتي چارواکو سره یې هم لیدلي دي.

د بشري حقونو اداره وايي د عراق د کورنیو او د دفاع د وزارت په ودانیو کې په 4200 قېد شویو ښځو کې زیاتره سني عربیانې دي خو زیاتوي چې د هرې فرقې او طبقې ښځې سره تېری کیږي. د ادارې په خبره ښځې د میاشتو او کلونو لپاره قېد ساتل کیږي چې په رسمي ډول تورنې نه وي او نه هم ورته د جج لیدلو اجازت وي.

په دغو قېدیانو کې په 27 کې زیاترو د هیومن رایټس واچ سره په خبرو کې ویلي دي چې وهل کیږي، د بجلۍ شاټونه، څپېړې او لغتې ورکول کیږي، سرچپه ځوړندیږي او د امینتي ځواکونو لخوا ورسره جنسي زیاتي کیږي. دوی دا هم ویلي دي چې پر داسې بیانونو ترې دستخطې اخیستل کیږي چې د لوستلو اجازت ورته نه وي.

هیومن رایټس واچ وايي عراقي عدالتونه د ډېری دغو تورونو د پلټنې او ککړو کسانو په ګرمولو پاتې راغلي دي.

د ایورز په خبره سړي او ښځې دواړه په جنايي عدالتي نظام کې له نیمګړتیاو اغېزمن شوي دي خو د هغې په خبره ښځې تر سړو زیاتې متاثره کیږي.
XS
SM
MD
LG