د لاسرسي ځای

تازه خبر

“اوباما په افغانستان کې د عراق تېروتنه تکرارول نه غواړي”


په داسې حال کې چې ولسمشرحامد کرزي له واشنګټن سره د امنیتي تړون لاسلیک ، د امریکا ولسمشرله پوځي او سیاسي چارواکو سره په افغانستان کې د خپل راتلونکې پوځي حضور په اړه خبرې وکړې.

په داسې حال کې چې ولسمشرحامد کرزي له واشنګټن سره د امنیتي تړون لاسلیک ، د امریکا ولسمشرله پوځي او سیاسي چارواکو سره په افغانستان کې د خپل راتلونکې پوځي حضور په اړه خبرې وکړې.


د ولسمشرکرزي او واشنګټن د اړیکو د پیچلتیا له امله د ۲۰۱۴ م کال په پای کې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو وتل هم مطرح دي، خو ولسمشر اوباما نه غواړي د عراق اشتباه په افغانستان کې تکرار کړي.

د ولسمشر کرزي له خوا د امنیتي تړون د لاسلیک ځنډ د امریکا د حکومت تنګ کړی او ولسمشر بارک اوباما د سشنبې پر ورځ په سپیني ماڼۍ کې له خپلو جګ پوړو پوځي او سیاسي چارواکو سره غونډه وکړه او په افغانستان کې د خپل راتلونکې پوځي حضور په اړه یې بحث وکړ.

د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارنې د امنیتي تړون د لاسلیک په اړه خبریالانو ته وویل:

«زما په باور، دا بیخي څرګنده ده ، دا تړون چې په پوره اخلاص او ښه نیت ورباندې بحثونه شوي وو، باید ډير ژر لاسلیک شي. لوې جرګې دا سند تائید کړ او موږ له څه مودې راهیسې له افغان حکومت څخه غواړو چې دا تړون همدا اوس لاسلیک کړي».

د سپینې ماڼۍ په غونډه کې چې ولسمشر بارک اوباما او جګ پوړو پوځي او سیاسي چارواکو په کې کډون کړی و، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په بیلابیلو حالتونو یا انتخاب بحثونه وشول. یو انتخاب د ټولو ځواکونو وتل و.

په امریکا کې نظریات مختلف دي. پوځیان په افغانستان کې د پوځي حضور طرفدار دي ، خو یو شمير سیاست وال بیا له دې هیواده د ټولو امریکایي عسکرو د وتلو ملاتړ کوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ځینو امریکایي پوځي چارواکو له خولې لیکلې، دوی په افغانستان کې له پاته کیدو سره زیاته لیوالتیا نه لري.

خو ورځپاڼې د سیاسي څیړونکو دا خبره هم راخیستی چې وایي، د امریکا د پوځي او سیاسي چارواکو دا څرکندونې چې ګوندي د نه غواړي ځواکونه یي په افغانستان کي پاته شي، ظاهري خبرې دې او دا ځکه ټول په دې پوهیږې چې په افغانستان کې د دوی پوځي حضور د امریکا د ملي امنیت لپاره اهمیت لري.

سپینه مانۍ وایي، له ولسمشر اوباما سره په غونډه په افغانستان کي د امریکایي او ناتو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوزیف ډنفورډ ، د امریکا دفاع وزیر چک هیګل، د امریکا د پوځ د لویو درسیتزانو د کمیټې مشر جنرال مارتین ډيمپسي او نورو پوځیانو ګډون کړی و.
XS
SM
MD
LG