د لاسرسي ځای

تازه خبر

عرب شېخان نایابه مرغان وژني


په دې مرغو کې یو زرکان دي چې نسل يي ختمیدو ته نیزدې دی. دا مرغان په عرب ټاپو وزمه او متحده عرب ایالتونو کې له مینځه تللي دي. او اوس د دوی د نسل له سر دوباره د ودې لپاره هلې ځلې روانې دي.

فعالین وايي ــ چې په ژمي کې د عربو شیخان راځي ــ او د پاکستان په بیلا بیلو برخو کې د ناویاته مرغو ښکار کوي ـــ چې له کبله يي ددې مرغو نسل په ختمیدو دی ـــ پر دغه موضوع د ګارډین ورځپاڼې لیکنه.

ورځپاڼه لیکي، سره له دې چې د سرکار له خوا د نایابه مرغو په ښکار باندې بندیز دی ــ بیا هم له ځینو خلیجي هیوادونو عرب ښکاریان راځي او د مرغو ښکار کوي . په کراچۍ کې د ماحول او مرغانو د تحفظ لپاره کارکونکی نعیم صدیق ورځپاڼې ته ويلي دي ــ چې د پاکستان په خپلو خلکو د نایابه مرغو په ښکار بندیز دی نو بیا عرب شیخانو ته ولې اجازت ورکول کیږي.

د جمعې په ورځ عدالت په پنجاب صوبه کې د مرغو په ښکار بندیز لګولی دی خو بیا هم د عرب نړۍ نه راتلونکي ښکاریانو ته خاص اجازت نامې ورکړل شوي دي.

په دې مرغو کې یو زرکان دي چې نسل يي ختمیدو ته نیزدې دی. دا مرغان په عرب ټاپو وزمه او متحده عرب ایالتونو کې له مینځه تللي دي. او اوس د دوی د نسل له سر دوباره د ودې لپاره هلې ځلې روانې دي.

ورځپاڼه لیکي ـــ له کالونو راهیسې په هندوستان کې د زرکانو په ښکار بندیز عملي شوی دی خو په پاکستان کې د عرب هیوادونو لوړپوړي چارواکي او او د شاهي خاندان غړي د اجازت نامو په ترلاسه کولو کې بریالي کیږي. سږ کال دغه مهمو شخصیتونو ته ۳۳ اجازت نامې ورکول شوي دي ـــ او هغوی تراوسه ۱۰۰ مرغۍ وژلې دي.

په دغه عرب ښکاریانو کې د کویت او قطر امیران، د متحده عرب اماراتو ولسمشر او د سعودي عرب شهزاده شامل دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې تسنیم اسلم ویلي دي ــــ عربان له کالونو د ښکار لپاره راځي. دا یو پخوانی روایت دی. تسنیم اسلم زیاته کړې ـــ لس کاله وړاندې په دې اړه په ولس کې ډېره بیداري نه وه خو اوس په دغه اړه ډېر اوازونه پورته کیږي.
XS
SM
MD
LG