د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو سره د رابطو کولو له کبله د کابل او واشنګټن اړیکي خراب شوي


نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، په تېرو اوونیو کې افغان ولسمشر حامد کرزي په بیا بیا له امریکا سره د دفاعي او امنیتي تړون له لاسلیکولو انکار کړی دی. کرزي پر دې خبرې ټینګار کړی دی چې له زندانه به طالبان خوشې کوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، په تېرو اوونیو کې افغان ولسمشر حامد کرزي په بیا بیا له امریکا سره د دفاعي او امنیتي تړون له لاسلیکولو انکار کړی دی. کرزي پر دې خبرې ټینګار کړی دی چې له زندانه به طالبان خوشې کوي.


نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، هغو کسانو چې ورته له طالبانو سره د رابطو کولو ویل شوي ول، ویلي دې رابطو ډېره کمه ګټه رسولې ده. خو له دې سره یو کار شوی دی، او هغه دا چې د امریکا او کرزي تر منځ باور یا اعتماد ته تاوان رسېدلی دی.

ورځپاڼه وايي، د امریکا په کانګرس کې د افغان جګړې ملاتړ ډېر کم شوی دی او امریکايي چارواکي وايي دوی دا باور نه لري چې له کرزي یا تر هغه وروسته له راتلونکي ولسمشر سره به د امنیت په برخه کې لږ تر لږه مرسته هم وکړای شي.

غربې او افغان چارواکو د نوم نه ښودو په شرط نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي چې ظاهراً طالبانو د نومبر په میاشت کې له افغان چارواکو سره اړیکی ټینګ کړی وو. دا هغه وخت وو چې د ولسمشر حامد کرزي او د هغه ملګرو تر منځ اړیکي د لا نورې باورۍ ښکار شول.

له هغه وخت راهیسې د سولې دې خبرو هیڅ نتیجه نه ده ورکړې. دا هم نه ده روښانه چې ایا طالبانو هم کله په جدي ډول (یا په سنجیدګۍ) د خبرو پر مخ بیولو هوډ لرلی دی؟ او یا هم هغوی دا هڅه کوله چې له امریکا سره د امنیتي تړون په معاملې کې مانع شي.

د ولسمشر حامد کرزي ویاند اېمل فیضي له نیو یارک ټایمز ورځپاڼې سره د خبرو پر وخت منلې ده چې له وسله والو طالبانو سره یې پټې رابطې کړې دي.

ده وویل، ((تېرې دوه میاشتې ډېرې مثبتې وې.)) د فیضي په خبره، دا ځل خبرې د تېرو ټولو وختونو پرتله تر ټولو زیاتې جدي دي.

هغه زیاتوي: ((په خبرو کې ښکېلې خواوې له امریکا سره د امنیتي تړون پر موضوع د ولسمشر کرزي دریځ او بیا وروسته د هغه ویناوو هڅولې دي.))

په لیکنه کې راغلي، نور افغان او غربي چارواکي وايي، له وسله والو سره خبرې بریالۍ نه وې او تر پیل وروسته طالبانو له افغان حکومت سره د نورو خبرو اراده نه لرله.

نیو یارک ټایمز ورځپاڼه زیاتوي، له لوړ پوړو طالب مشرانو سره په متحده عرب اماراتو او سعودي عرب کې خبرې شوې دي.
XS
SM
MD
LG