د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټاکنو د بهير رسنيزه کړنلاره تصويب شوه


د افغانستان د ټاکنو د رسنيو کميسيون په جلال اباد کې د ختيځو سيمو د رسنيو له مسوولينو او خبريالانو لپاره د ټاکنو په دوران کې د رسنيزو فعاليتونو د تنطيم او لايحې پيژندنې يو ورځينی سيمينار تر سره کړو، د دغې لايحي له مخې به خبريالان مسووليت لري چې له ټاکنيز بهير نه په سمه توګه ريپوټونه برابر کړي.

د افغانستان د ټاکنو د رسنيو کميسيون په جلال اباد کې د ختيځو سيمو د رسنيو له مسوولينو او خبريالانو لپاره د ټاکنو په دوران کې د رسنيزو فعاليتونو د تنطيم او لايحې پيژندنې يو ورځينی سيمينار تر سره کړو، د دغې لايحي له مخې به خبريالان مسووليت لري چې له ټاکنيز بهير نه په سمه توګه ريپوټونه برابر کړي.


د افغانستان د انتخاباتو د رسنيو کميسيون دغه يو ورځينی سيمينار د جلال اباد ښار په يوه مقامي هوټل کې د چارشنبې په ورځ تر سره کړو چې د ننګرهار په ګډون په کې د کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو په خبريالانو سربيره د يادو ولايتونو د اطلاعات او فرهنګ رياستونو چارواکو هم ګدون کړی و.

د افغانستان د ټاکنو د رسنيو کميسيون مشره فريدې نيکزاد خبريالانو ته وويل:

(( د ټاکنيزو رسنيو کميسيون چې جوړ شوی، يوه لايحه يې تصويب کړی د ژورنالستانو لپاره د ټولټاکنې په بهير کې چې څرنګه د دې لايحي مطابق پوښښ ولري. هدف د دې لايحې دا دې چې کيدای شي ژونالستان له دې لايحې د تصويب نه ناخبره وي، که چيرې د دې لايحې په نظر کې نيولو سره خپل کار او فعاليت تر سره کړي، کيدای شي په راتلونکي کې له ستونزو سره مخ نه شي.))

د ټاکنيز بهير دغه لايحه د يوه پريزنټيشن په توګه د خبريالانو په وړاندې تشريح او تر بحث لاندې ونيول شوه، د افغانستان د ټاکنو د رسنيزکميسيون يو تن غړی امام محمد وريماچ د لايحي ځينې مادې په دا رنګه په ګوته کړې.

(( بې طرفي او اصول بايد په نظر کې ونيول شي او ورسره د کوم کانديد په ګټه او يا د کوم کانديد په نقص بايد دوی خپرونې ونه کړي. که چيرې کومه رسنۍ غواړي چې نظر سنجي او نظر پوښتنې په توګه وړاندې کړي، دغه کار بايد ډير په مسلکي او معياري توګه وي، داسې د ټيلفون او انټرنيټ پر مټ بايد نه وي.))

په کونړ ولايت د بي بي سي خبريال نعمت الله کرياب وويل: خبريالان هغه وخت د لايحي مطابق کار کولی شي، چې د ټاکنو کميسيون او چارواکي د ټاکنيز بهير په اړه پر وخت مالومات ورکړي.

(( ځينې سپارښتنې چې په دغو مادو کې شته دی، هغه دا دی چې خبريالان به پرته له شواهدو او اسنادو ريپوټونه نه ورکوي او که يې ورکړل، دا به څارنوالۍ ته ورپيژنو. دا سمه ده خو دا هغه وخت کيږي چې د ټاکنو کميسيون، جمع د افغانستان د دولت ټول مامورين اړوند مالومات خبريال ته ورکړي.))

په جلال اباد کې د الفلاح خصوصي پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاد عبدالبصير سباون وايي چې که خبريالان د تصويب شوي لايحې په بنياد خپل ريپوټونه تيار کړي نو خپل رسالت به يې هم په سمه توګه سر ته رسولی وي او له مجازاتو به هم خوندي وي.

(( دغه رسنيزه پاليسې چې د کميسيون له خوا جوړه شوې ده، تر ډيره حده د مطبوعاتو له قانون سره مطابق جوړه شوې ده، او د دې تر څنګ تر ډيره حده ژورنالستان هغه مسووليتونه چې منحيث د ملي ګټو ساتنه ده، د دوې دنده ده هم د حقوقي اړخه کاملاٌ تيروتنې په کې نشته. د مطبوعاتو د قانون سره هم په ټکر کې نه ده. که چيرې يې ژورنالستان په پام کې وساتي، نو د هاغې تختۍ نه چې منحيث يو ژورنالست ته جزا راجح کيږي، له هغې نه به وساتل شي.))

د تصويب شوې لايحي په يولسمه ماده کې راغلي: د دې لايحي د مواردو نه رعايت سرغړونه ګڼل کيږي چې د رسنيو کميسيون د ټاکنو د قانون او موجوده طرز العملونو له مخې سرغړونکو سره جدي چلند وکړي.
XS
SM
MD
LG