د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په سيوۍ کې پر هندوې نجلۍ جنسي تيری شوی


د پنځه کلنې ماشومې د کورنۍ په خبره د تېر زیارت او جمعې په منځنۍ شپه پرې په سيوۍ سیمه کې جنسي تېری شوی دی.

په سيوۍ (سبي) سیمه کې د تېر زیارت په ورځ پر يوې ماشومې هندوې انجلۍ جنسي تېری شوی، چې د چارواکو په خبره هغه تن يې نیولی، او له قانون سره سم سزا به ورکول کېږي.


د پنځه کلنې ماشومې د کورنۍ په خبره د تېر زیارت او جمعې په منځنۍ شپه پرې په سيوۍ سیمه کې د یوه تن له لوري جنسي تېری شوی دی. ماشومه یې د سيوۍ په سرکاري روغتون کې تر څه وخت درملنې وروسته کوټې ته وړې ده، او اوس يې هم هلته علاج کېږي. د ماشومې یوه تره مشال راډيو ته ددې پېښي په اړه وویل:

"د ماښام په اووه بجې دا ماشومه له کوره راووته. موږ په پاوباندې اووه يا اونيمي بجې ددې پوښتنه وکړه، چې دا ماشومه څه شوه؟ ځکه چې دا به بېخي له کوره وتله نه. لومړی د دې مور پسې ووته، خو پيدا يې نه کړه. بیا موږ هم دوکان بند کړ او شاوخوا مو پوښتنه وکړه. په جماتونو کې مو د لاوډ سپيکر له لارې اعلان وکړ. درې درېنيم ساعته همداسې راباندې تېر شوو. چې تر هغه وروسته دا ماشومه يوه کس په غېږ کې په زخمي حالت کې راخیستې وه، او ويې ویل دا هلته په زخمي حالت کې چې لاسونه او پښې يې تړل شوي وو، پرته وه. موږ دا اعلان واورېد، او را مو وړه"


د ماشومې تره زیاتوي، تر هغه وروسته يې دا ماشومه د سيوۍ ځايي روغتون ته يووړه، او وروسته بیا د خپلوانو له خولې خبر شو، چې په دې ماشومې جنسي تېری شوی دی. هلته د سنډيمن روغتون د همدې وارډ ډاکترې شبیره سومرو مشال راډيو ته وویل؛ پر دې ماشومې جنسي تېره شوی، چې دا وخت يې روغتيايي حالت ښه دی، خو يوه اونۍ به نوره هم په روغتون کې بستر وي؛.

بلي خواته د بلوچستان په صوبايي اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا د لږکيو نماينده ویليم برکت بیا مشال راډيو ته وویل په دې پېښه کې ککړ کس يې نیولی او د دوی حکومت به هڅه کوي، چې ارومرو ورته سزا وکړل شي؛.

؛په هره يوه ټولنه کې چې داسې ستونځې رامنځته کېږي، چې په کې د ځينو ناوړه خلکو له خوا داسې ناوړه کار کېږي، نو ددې ټولنې هيڅ يو کس هم داسې کارونه نه خوښوي. تر کومه ځاییه چې د ملزم خبره ده نو زه د سیوۍ د پولیسو ډېره ستاينه کوم چې په څو ساعته کې ځننه يې هغه ملزم ونیو، او دا وخت هم په جېل کې دی؛.

د يادونې وړ ده چې پر پنځه کلنې ماشومې د جنسي تېري دا پېښه په داسې حال کې شوې، چې له تېرو څو کلونو راهیسي هندو لږکۍ د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې د ناامنۍ له پېښو سر ټکوي، او ډېری کورنيو يې له بلوچستانه هندوان د کډه کولو هڅې هم کړې دي.
XS
SM
MD
LG