د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: خبريالان څنګه خپل امنيت خوندي کولی شي


په افغانستان کې د ژورنالستانو د خونديتوب ټولنې په جلال اباد کې د فعالو خبريالانو يوه غونډه رابللې وه او د افغانستان د راتلونکي ولسمشريزو او ولايتي ټاکنو په بهير کې يې د خبريالانو د خونديتوب په اړه نظرونه سره شريک کړل.

په افغانستان کې د ژورنالستانو د خونديتوب ټولنې په جلال اباد کې د فعالو خبريالانو يوه غونډه رابللې وه او د افغانستان د راتلونکي ولسمشريزو او ولايتي ټاکنو په بهير کې يې د خبريالانو د خونديتوب په اړه نظرونه سره شريک کړل.


د افغانستان د ژورنالستانو د خونديتوب ټولنې دغه غونډه د ګل په ورځ ناوخته د جلال اباد ښار په يوه مقامي هوټل کې جوړه کړې وه چې په ننګرهار کې د بيلابيلو نړيوالو او سيمه ييزو رسنيو استازو په کې ګډون کړی و.

په ننګرهار کې د افغانستان د ژورنالستانو د خونديتوب مشر او د بي بي سي راډيو خبريال ببرک مياخيل مشال راډيو ته وويل چې د ټاکنو په بهير کې د رسنيو د رول تر عنوان لاندې په داسې يوه مکانيزم کار کوي چې هم خبريال خپله وظيفه په سمه توګه سر ته رسولي وي او هم يې ځان خوندي ساتلي وي.

(( خاصه موخه او هدف مو دا دی چې په ۲۰۱۴ م کال په ټاکنو کې د ژورنالستانو امنيت څنګه خوندي کيدای شي، يو درست ميکانيزم ته ضرورت دی. موږ نن په دغه ميکانيزم لګيا يو چې دغه ميکانيزم څه شی کيدای شي او ژورنالستان خپل امنيت څنګه ساتلی شي.))

د افغانستان په خيتځو ولايتونو کې تهران راډيو خبريال محمد اصف شينواري وويل، که د رسنيو استازي د پيښو پر مهال مسلکي چلند وکړي، هم به يې خپل مسووليت سر ته رسولي وي او هم به يې ځان خوندي ساتلي وي.

(( د رسنيو له ټولو کارکوونکو مو هيله دا ده چې خپل امنيت ته پام وکړي، زموږ مسلکي چلند زموږ د خپل امنيت ضامن دی، ددې پروسې د ښه پوښښ ضامن دی، همدا رنګه د خلکو د ذهنونو د ښه روښانه کولو ضمانت کوي.. زموږ مکلفيت هم دا دی چې اول ځان پوه کړو او بيا خلک پوه کړو، اول خپلې نيمګړتياوې رفع کړو، بيا د خلکو په نيمګړتياوو بحث وکړو. زه فکر کوم دا ډيره مهمه پروسه ده او زموږ مسووليت په کې تر هر چا ډير دی.))

د شمشاد ټلويزيون خبريال طاهر ساپی وايي چې زورنالست ته په کار دي چې د خپل ژوند د خوندي کولو په خاطر په خپلو ريپوټونو کې له بې طرفۍ نه کار واخلي.

(( واقعاٌ اوسنی حالت، په ليرې پرتو سيمو کې ژورنالستي کول، ليرو پرتو سيمو ته تګ، د هغې سيمې واقيعت رابرسيره کول، د هغې راپيدا کول او هغې خلکو ته ښکاره کول، دا يو سخت کاردی، د خپل ژوند د خوندي کولو لپاره بايد ژورنالست بې طرفي ورکړي، هغه څه وکړي چې د ژورنالست وظيفه وي او هغه څه وکړي چې د ده هغه مسلک ورته ايجاب کړي دي.))

د افغانستان د ژورنالستانو د خونديتوب کميټې چارواکي وايي چې په تيرو ټاکنو کې ژورنالستانو شکايت لرلو چې د ټاکنو په بهير کې ورته دولتي چارواکو پر وخت مالومات نه ورکول، او د واقعيتونو په رابرسيره کولو کې له ګواښونو سره مخ شوي ول.

دوی زياتوي چې د ۲۰۱۴ م کال د ټاکنو په بهير کې به له داسې يوه ميکانيزم څخه کار واخلي، چې يو خبريال هم خپل ژوند خوندي وساتي او هم د مسلکي چلند په بنياد ريپوټونه ورکړي.
XS
SM
MD
LG