د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنګو کې چاودنه ، پنځه ماشومان وژل شوي


دهنګو په ابراهیم زو کې د جنورۍ په شپږمه چاودنه شوې وه
دهنګو په ابراهیم زو کې د جنورۍ په شپږمه چاودنه شوې وه

داتوار په ورځ مازیګر مهال د خیبر پښتونخوا د هنګو ضلعې په بابر میله سیمه کې په یوه چاودنه کې پنځه ماشومان وژل شوي چې ویل کیږي عمرونه یې د دوو او اوو کلونو په منځ کې دي.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال د پولیسو د یو مشر باچاحسین په حواله وايي چې چاودنه د کریم اپریدي په نوم د یو قبایلي د کور په خوا کې په یوه میدان کې شوې ده، خو د چاودنې نوعیت نه دی معلوم.

دمشال خبریال وايي په وژلو شویو کې یوه نجلۍ هم شامله ده، ځیني راپورونه وايي چې چاودنه دلاسي بم ( ګرنیټ ) په واسطه شوې ده ، خو ځیني نور راپورونه بیا وايي داد بارودي موادو چاودنه ده. د پېښې پړه چا قبوله کړې نه ده.

بابر میله د هنګو ضلعې د مرکز نه په اوه کیلومیټره واټن کې پرته سیمه ده او په دوه کیلومیترۍ کې ترې دابراهیم زو سیمه هم موقعیت لري چیرته چې د جنورۍ په اوله اونۍ کې داعتزاز حسن په نوم یو زدکونکي د ځانمرګي برید مخه نیولې وه، خپل ژوند یې بایللی خو د سلګونو نورو ذدکونکو ژوند یې ژغورلی و.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي پولیسو سیمه کلابنده کړې ده او پلټنې يې پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG