د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې عمليات او فرقه ايز تشدد


د بلوچستان حکومت د جمعې په ورځ د تشدد په فرقه ايزه پيښو کې د ککړو کسانو په ضد عمليات پېل کړي او يو شمېر يې نيولي دي. دا ګام تر هغه وروسته اخستل شوی چې د صوبې په مستونګ سيمه کې د تيرې سېشنبې په ورځ په يو ځانمرګي بريد کې ۲۷ شيعه مسلکه مسلمانان ووژل شول او څه باندې ۳۵ نور ژوبل شول.

د بلوچستان حکومت د جمعې په ورځ د تشدد په فرقه ايزه پيښو کې د ککړو کسانو په ضد عمليات پېل کړي او يو شمېر يې نيولي دي. دا ګام تر هغه وروسته اخستل شوی چې د صوبې په مستونګ سيمه کې د تيرې سېشنبې په ورځ په يو ځانمرګي بريد کې ۲۷ شيعه مسلکه مسلمانان ووژل شول او څه باندې ۳۵ نور ژوبل شول.


دا عمليات تر هغه وروسته پېل شول کله چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودري نثار علي خان او د بلوچستان وزير اعلی ډاکټر عبدالمالک بلوڅ شيعه احتجاج کوونکو ته د هغو کسانو په ضد د عملياتو کولو باور ورکړی چې په مستونګ کې د شيعه ګانو په وژلو کې لاس لري. د بلوچستان د کورنيو چارو سېکرټري اسد ګيلاني وايي حکومت د فرقه ايز تشدد په ختمولو کې جدی دی او په دې لړ کې يې يو شمېر ګامونه پورته کړي دي.

((حکومت په مستونګ کې په بشپړه توګه عمليات کړي دي او څه باندې ۴۰۰ مشکوک کسان يې نيولي دي چې په هغوی کې ۱۳ ډېر لوی مجرمان دي. د دې سربېره موږ نه يوازې يو شمېر مجرمه ډلې نيولي دي بلکې د هغو ناورينو پيښو مخنيوی مو هم کړی دی چې ډېر تاوان يې رسولای شو. په فرقه ايزه نښتو کې د ککړو کسان په ضد د عملياتو لپاره زموږ سرحدي ځواکونه، ليويز او پوليس ليرې پرتو غرنيو سيمو ته تللي دي او ککړ کسان يې نيولي دي. تر هغه وخته چې موږ يو يو ترهګر او يو يو ياغي له مېنځه نه وي وړی، موږ به خپل عمليات جاري ساتو او دا روان عمليات دي.))

خو د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان د حکومت لخوا دا ډول ګامونه موقتي بولي او وايي چې تر اوسه د وسله والو په ضد جدي ګام نه دی پورته شوی. پوهاند حسن عسکري رضوي ورته نظر لري.

((په بلوچستان کې چې کله هم يوه لويه پېښه رامنځ ته شي نو حکومت لوی لوی خبرې او ژمنې کوي خو موږ ليدلې چې څه وخت وروسته بيا هغه ډول پيښې تکرار شي. له دې خو همدا نتيجه اخستل کيږي چې حکومت ځانګړې پاملرنه نه ورته کوي، يوازې د يو څه وخت لپاره امنيتي پوستې او رکاوټونه او تلاښۍ زياتي کړي خو بيا هغه هم په کمېدو شي. خو د ککړو کسانو په ضد تش په نامه عمليات کيږي چې د له کبله يې د هغوی حوصلې نورې زياتي شي. نو زما په فکر د پاکستان پر رياست دومره زيات فشار دی چې ډېر داسي کارونه چې کولای يې شي، نه يې کوي.))

په پاکستان او په ځانګړې توګه په بلوچستان کې د مستونګ تازه پېښه لومړۍ هغه نه ده چې رامنځ ته کيږي بلکې تر دې وړاندې هم په يو شمېر بريدونو کې شيعه او سني مسلکه مسلمانان وژل شوي دي. دا چې د دا وروستيو کې د دا ډول پيښو د زياتېدو لامل څه دی، د سياسي او ټولنيزو چارو کارپوه رضا رومي وايي چې دا پيښې هيڅ وخت نه دې درېدلي خو د موقعې په مناسبت سره توند والی پکې راشي.

((زموږ دغه ترهګرې ډلې چې فرقه بندي زياتوي او بيا د هغه پر نامه تشدد کوي، هيڅ مخنيوی يې نه کيږي او نه هم پر هغوی قانون پلي کول کيږي. په دې کې اکثره کسان که چيرې ونيول هم شي، نو بېرته خوشي کړل شي، بلکې دا ويل به غلط نه وي چې په رياست کې دننه ځيني کسان د هغوی ملاتړ کوي. نو که داسې حالت وي بيا خو تا ته خلاص ميدان په لاس درسي چيرې چې ته فرقه بندي هم زياتولای شې، تشدد هم کولای شې او ستا هيڅ پوښتنه نه کيږي.))

په پاکستان او سيمه کې ځيني کارپوهان د شيعه او سني مسلکه ډلو تر منځ د تاوتريخوالي په رامنځ ته کولو کې ځينو بهرنيو کړيو ته ګوسه نيسي. رضا رومي زياتوي چې د پاکستان د جوړېدو آن تر هغه لا مخکې د يادو ډلو تر منځ اختلافات موجود ول خو د ۱۹۸۰م کال راهيسې يې زور اخيستی.



((د فرقه ايز تشدد لړۍ له ۱۹۸۰مې لسيزې څخه زياته شوې ده. په ايران کې د انقلاب تر راتګ وروسته سني سخت دريځه هيوادونه لکه سعودي او نور وارخطا شول چې ايران به ټولې اسلامي نړۍ ته خپل اغېز يا واک وغځوي نو د دې د مخنيوي لپاره دوی د هغو ډلو ملاتړ پېل کړی چې مقصد يې د شيعه مسلک کمزوري کول و.))

که څه هم شيعه او سني سخت دريځه ډلې د يو بل په ضد کله نا کله بريدون تر سره کوي خو زياتره اسلامي علما په دې اند دي چې بايد د مسلمانانو تر منځ کرکه او تشدد له مېنځه يووړل شي ځکه دا کارونه د ټولو لخوا نه بلکې يوازې د مخصوصه اهدافو لرونکو ډلو لخوا تر سره کيږي.
XS
SM
MD
LG