د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: پولیسو یو ماشوم د سړي تښتونکیو له منګولو ازاد کړ


په خوست کې پولیسو د سمیع الله په نوم دیارلس کلن ماشوم، چې یوه میاشت مخکې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ له مربوطاتو څخه اختطاف شوی وو، د سړي تښتونکیو له منګولو ازاد کړ، پولیسو د یادې قضیې په تور دوه کسان هم نیولي دي.

په خوست کې پولیسو د سمیع الله په نوم دیارلس کلن ماشوم، چې یوه میاشت مخکې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ له مربوطاتو څخه اختطاف شوی وو، د سړي تښتونکیو له منګولو ازاد کړ، پولیسو د یادې قضیې په تور دوه کسان هم نیولي دي.

د خوست د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد یعقوب مندوزي د جمعې ورځې ناوخته مشال راډيو ته وویل، چې پولیسو د اختطاف شوي ماشوم د ازادولو له پاره د خپلو کشفي ادارو د مالوماتو پر اساس د نادشاه کوټ او تڼیو ولسوالیو په مربوطاتو کې څو ځلې ډېر قوي عملیات کړي، چې بالاخره پولیس په دې بریالي شول، چې نه یوازې هغه ماشوم ازاد کړي، بلکې د قضیې په تور دوه کسان هم نیول شوي، چې د قضیې په اړه ورځني څېړنې روانې دي:

((د نن څخه نږدې یوه میاشت مخکې یو هلک په نوم دې سمیع الله د محمد انور خان زوی د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ګېډه ورې کلي له مربوطاتو څخه اختطاف شوی وو، چې د دې موضوع په اړه پولیسو ډېر عاجل اجراات وکړل، زموږ اجراات دا وه، چې د کشفي مالوماتو پر اساس مو د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې او د تڼیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې موږ ډېر قوي عملیات وکړل، چې د دې قضیې په تور موږ دوه کسان هم نیولي دي، قضیه يې تر څېړنې لاندې ده او دا وړکی چې اختطاف شوی وو، دا تقریباً د دیارلسو کالونو عمر لري، موږ دی د اختطاف چیانو له منګولو ازاد کړو او خپل فامیل ته مو وسپارلو.))

د سړي تښتونکیو له منګولو ازاد شوی ماشوم سمیع الله وايي، چې دی د ښوونځي څخه کور ته په لاره وو، چې د یو شمېر کسانو له خوا په زوره موټر ته پورته شو، هغه د پولیسو مننه کوله، چې د ده په خلاصولو کې يې مرسته وکړه او دی يې بېرته خپلې کورنۍ ته وسپاره:

((زه د ګهیځ له مخې مکتب ته ولاړم، هلته مې امتحان ورکړ، دغه کسان زما مخې ته ودریدل، یانې ما ته راکوز شول او ويې نیولم، کله چې زه موټر ته ورسره نه پورته کیدم، نور نو دستمال ورسره وو، هغه يې چې په خوله راګډ کړ، بیا نو زه په ځان پوهیدم، چې موټر ته يې وخېږولم، زه د پولیسو نه ډېره مننه کوم، ډېر خوښ یم، ځکه چې زما سره يې کمک کړی او زه يې خپل کور ته ورسولم، زه د پولیسو نه ډېره مننه کوم.))

د یادونې وړ ده د روانې میاشتې په اوږدو کې د خوست د امنیه قوماندانۍ د پولیسو له خوا شاوخوا پنځه لس کسان د بیلابیلو جنايي جرمونو په تور نیول شوي او د قضیو د تحقیقاتو له پاره عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.
XS
SM
MD
LG