د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو په افغانستان کې د ۲۰۱۴ ترپایه د خپل ماموریت ملاتړ وکړ


د ناټو د دفاع وزیرانو د چارشنبې او پنجشنبې په ورځو په بروکسل کې په خپله غونډه کې په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال ترپایه د خپل ماموریت ملاتړ وکړ.

د ناټو د دفاع وزیرانو د چارشنبې او پنجشنبې په ورځو په بروکسل کې په خپله غونډه کې په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال ترپایه د خپل ماموریت ملاتړ وکړ.


د روان کال ترپایه په افغانستان کې د ناټو ماموریت افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو پر بشپړولو او د هغو پر روزنه متمرکز دی او همداراز په پام کې ده چې د پوځي عملیاتو په برخه کې به افغان ځواکونو ته سلامشورې ورکوي.

په پام کې ده په افغانستان کې دېره د ناټو په مشرۍ آیساف ځواکونه په راتلونکو یوولسو میاشتو یعنې د روان میلادي کال په پای کې له افغانستانه ووځي.

د ناټو د پوځي کمیټې مشر جنرال نوډ بارټېلس Knud Bartels د ناټو د دفاع د وزیرانو له دوه ورځنۍ غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د ناټو د سږنیو عملیاتو د اهمیت په اړه خبریالانو ته څرګندونې وکړې:

(موږ به یو ډېر جدي مهالوېش ولرو چې په ترڅ کې به یې د آیساف عملیات افغانانو ته ولېږدوو، د خپلو ځواکونو د یوې برخې بیا ځای پرځای کول به عملي کړو او د (افغان ځواکونو) د دوامداره ملاتړ په مقصد د خپل نوي ماموریت لپاره به شرایط برابر کړو.)

جنرال بارټېلس زیاته کړه چې د ناټو د غړو هېوادونو دفاع وزیرانو د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیا، پر ځان اعتماد او مسلکي پوهې په اړه په غونډه کې خپل نظریات له نورو سره شریک کړل خو ټینګار یې وکړ چې افغان ځواکونه لاهم د ناټو مرستې ته اړتیا لري.

ایساف ژمنه کړې ده چې د روان ۲۰۱۴ کال تر پایه به افغان امنیتي ځواکونو ته د مسوولیتونو د انتقال بهیر یقیني کوي. جنرال بارټېلس په دې خبري غونډه کې د ۲۰۱۴کال د انتخاباتو لپاره تیاري د ناټو له مهمو دندو څخه وبلله:

(زموږ په مخکې د ازموینې یوه دوره پرته ده چې بڼه به یې تر ډېره حده زموږ چمتووالي او د انتخاباتو نتایجو ته پام سره وټاکل شي.)

د ناټو د پوځي کمیټې رییس جنرال نوډ بارتېلس همداراز وویل دوی هغه هدف تعقیبوي چې ناټو د لزبن په غونډه کې له افغان چارواکو سره موافقه پرې کړې وه یعنې دا چې افغانستان به بیا د تروریستانو لپاره په یوه مصوونه ځاله نه بدلېږي.

د ناټو د غړو هېوادونو دفاع وزیرانو په دې غونډه کې چې پرون او د چارشنبې په ورځ جوړه شوې وه، په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو د نوي ماموریت لپاره چې بنسټ یې د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او هغو ته سلامشورې ورکول دي پر پلانونو او تیاریو بحث وکړ.
XS
SM
MD
LG