د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان په باب د نړیوالو رسنو لیکنې


د ۲۸ کلن نور خان پلار، چې يو قبايلي مشر و، هغه وخت د يوه ډرون بريد ښکار شو کله يې چې په شمالي وزيرستان کې د سيمې له نورو مشرانو سره يوه غونډه درلوده.


د بريتانوۍ ګارډين ورځپاڼې په يوه ليکنه کې راغلي، د بريتانيا يو عدالت د يوه پاکستاني تن هغه دعوه چې په ترڅ کې يې په ۲۰۱۱ م کال کې شوي يوه ډرون بريد کې د خپل پلار د وژل کېدو زمه واري پر بريتانوي چارواکو اچولې وه، نه ده منلې.


د ۲۸ کلن نور خان پلار، چې يو قبايلي مشر و، هغه وخت د يوه ډرون بريد ښکار شو کله يې چې په شمالي وزيرستان کې د سيمې له نورو مشرانو سره يوه غونډه درلوده.

په خپله فيصله کې د بريتانيا د عدالت قاضيانو وويل، په دغه دعوه کې د يوه بهرني هېواد پر کړنو خورا سختې نيوکې شوې دي. دوی زياته کړه، عدالت نه شي کولی د داسې دعوې چې تر شا يې مضبوط ثبوتونه نه وي، ورباندې اورېدنې وکړي.

د بريتانيا د حکومت وکيلانو عدالت ته وويل، د دې مقدمې اورېدنه، له دې امله چې د ډرون الوتکې بريتانوۍ تخنيک کار د يوه پاکستاني تن د وژنې لپاره تورنول به يو رقم د امريکا د پالېسيو غندنه وي، بايد پر مخ يو نه وړل شي.

بلخوا د امريکايي فارن پاليسي مجلې په ليکنه کې په افغانستان کې د امريکا پخوانی سفير رونالډ نيومين وايي، د امريکايي حکومت دا پاليسي چې له افغان ولسمشر کرزي سره د خراب شويو اړيکو پر ځای زياته توجه په دغه هېواد کې خپلو ګټو ته وکړي، زړه ته د لوېدو ده. خو نوموړی ټينګار کوي چې امريکا، د دې لپاره چې د يوه راتلونکي بحران مخه يې نيولې وي، په دغه لړ کې خپل اقدامات بايد چټک کړي.

ښاغلی نيومن زياتوي، افغانستان له ستراتېژېک پلوه د امريکا لپاره ډېر ارزښت لري. که امريکا چيرې له افغانستانه د خپلو ټولو سرتېرو د يو مخ اېستلو انتخاب غوره کړي، نو طالبان او القاعده به ووايي چې د افغانستان په جګړه کې يې بريا تر لاسه کړه. دغه راز په عراق او سوريا کې به القاعده او په پاکستان کې فعاله افراطي ډلې به د تقويت احساس وکړي.

د افغانستان لپاره د امريکا دغې پخواني سفير همداراز خبرداری ورکړی چې له افغانستانه د ټولو امريکايي سرتېرو وتل به په افغانستان کې، چې ولسمشريزه ټاکنو ته تيارۍ پکې روانې دي، ښايي ګډوډۍ رامينځ ته کړي.

نوموړي زياته کړې، ولسمشر کرزی له امريکا سره د امنيتي تړون نه لاس ليک کولو لپاره دلايل لري. هغه پر دې باور دی چې امريکا له افغانستان سره د افغانانو پر کورونو د بريدونو نه کولو او همداراز د افغان بنديانو په معامله کې خپلې کړې وعدې نه دي پوره کړي.

د ښاغلي نيومن په خبره، د امريکا پر پالېسيو د افغان ولسمشر همدې بې اعتمادۍ له دغه هېواد سره د امريکا اړيکې يې خړپړ کړي دي.
XS
SM
MD
LG