د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د کریکټ لوبې ستر لوبغالی جوړیږي


په خوست کې د کریکټ لوبې له پاره د یو ستر لوبغالي د جوړیدو کار پیل شو، نوموړی لوبغالی، چې د المان هېواد په مالي مرسته د څه د پاسه اته لکه یورو په لګښت د دوه کالونو په موده کې جوړیږي، د د کریکټ په برخه کې به د ملي او نړیوالو لوبو جوګه وي او په یو ځل به تر شلو زرو د ډېرو کسانو د ځایدو ظرفیت ولري.

په خوست کې د کریکټ لوبې له پاره د یو ستر لوبغالي د جوړیدو کار پیل شو، نوموړی لوبغالی، چې د المان هېواد په مالي مرسته د څه د پاسه اته لکه یورو په لګښت د دوه کالونو په موده کې جوړیږي، د د کریکټ په برخه کې به د ملي او نړیوالو لوبو جوګه وي او په یو ځل به تر شلو زرو د ډېرو کسانو د ځایدو ظرفیت ولري.

په خوست کې د کریکټ لوبې لوبغاړو او مینه والو تل په دې ولایت کې د یو لوی او معیاري لوبغالي د جوړیدو غوښتنه کوله، چې بالاخره المان هېواد د دا ډول لوبغالي په مالي برخه کې مرسته وکړه او د پنجشنبې په ورځ د نوموړي لوبغالي د جوړیدو عملي چارې پیل شوې.
خوست والي عبدالجبار نعیمي د پروژې د ساختماني چارو د پیلیدو په مراسمو کې ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا کار که له یوې خوا ځوانانو ته د معیاري سپورټ او تمریناتو په ډګر کې یو ښه فرصت بلل کیږي، بل لوري ته به دا له خوست نه د سولې، امن او پرمختګ د یو بل ګام په مانا وي:

((موږ نن په خوست کې د کریکټ د میدان د پیل ډپره کېښوده، دا میدان به په نړیواله کچه او نړیوالو معیارونو باندې دلته جوړیږي، د دې میدان چارې به د دوو کالونو په موده کې په پنځه ویشت جریب ځمکه کې تکمیلیږي، دا د دوست هېواد المان په مرسته جوړیږي.د دې میدان په جوړولو سره به زموږ په خوست کې یو بل دې سولې، د امن او د پرمختګ پیغامونه ورکړل شي او ټولو ځوانانو ته به دا فرصت ورکړل شي، چې د خپلو سالمو لوبو له پاره او سالمو سیالیو له پاره خپلې هلې ځلې وکړي.))

د پروژې د پلې کوونکې ادارې په استازیتوب عبدالباري ازادۍ راډیو ته وویل، چې المان هېواد وروسته له هغه چې د خوست په میخانیکي لیسه کې د دوی پر انجینرانو د کار پر مهال د وسلوالو له خوا برید وشو، په دې ولایت کې د کار نه مایوسه وو، خو د اوسني لوبغالي د کار پیل په دې ولایت کې د جرمنیانو د پروژو د بیا پیلیدو یوه امتحاني دوره ده:

((دې له پاره چې کومه بودجه ده، هغه د المان هېواد له خوا ورکول کیږي او تقریباً اته لکه شپږویشت زره یورو ده، د دې پروژې تخنیکي چارې به د ORDموسسې په مرسته په دوو کالونو کې سرته ورسیږي، دا په خوست ولایت کې د المان هېواد یوه امتحاني پروژه ده، ځکه چې جرمنیان د میخانیکي لیسې د پېښې وروسته ډېر مایوسه شوي وو.))

د کریکټ بورډ د سویل ختیز زون مشر حاجې حلیم وویل، د دې لوبغالي د کار په پیلیدو سره د دوی د اوږدو مودو امیدونه او خوبونه رښتیا شول او په بشپړیدو سره به يې په دې میدان کې ملي او نړیوالو لوبو ته زمینه سازي وشي:

((د دې سټډیوم په واسطه به موږ وکولای شو، چې د ولایت په سطحه، د زون په سطحه حتا له هېواده بهر ټیمونه هم موږ راوغواړو، چې دلته مسابقې وکړي، نو زموږ هغه خواهش او خوب چې خصوصاً زموږ د کریکټ لوبغاړو او مینه والو درلوده، هغه نن الحمدالله پوره شو.))

د خوست د المپیک امر عزیز ملنګ وویل، چې په خوست د کریکټ د ملي لوبغالي جوړیدو ته تر خوستیو لوبغاړو د کوزې پښتونخوا لوبغاړي ډېر په تمه دي او هغوی هیله لري، چې په خوست کې دوی ته دمعیاري لوبو او مسابقو زمینه برابره شي:

((زموږ د افغانستان ټیمونه به دلته لوبیږي، د کوزې پښتونخوا او نورو هېوادونو نه به ټیمونه راځي او په دې کې به لوبه کوي، موږ له دې نه مخکې دکوزې پښتونخوا نه لوبډله راغوښتې وه، چې موږ د شمل تر څنګ میدان باندې لوبه وکړه، نو زموږ په پرتله د کوزې پښتونخوا خلک دې میدان ته زیات خوشاله دي، چې موږ به کله په خوست ولایت کې یو ښه او برجسته ملي میدان ولرو، چې وکولای شو په ډېر ازادانه ډول هلته تمرینات ترسره کړو، نو دا یوازې د خوست له پاره نه بلکې دکوزې پښتونخوا له پاره هم دا میدان ډېر ښه شو.))

د یادونې وړ ده، پخوا هم په خوست کې د فوټبال لوبې له پاره یو لوبغالی جوړ شوی، چې هر مازدیګر په کې په سلګونو لوبغاړي راغونډيږي او د بیلابیلو لوبو تمرینونه او مسابقې کوي، خو په خوست کې دامهال کریکټ تر ټولو لوبو ډېر مینه وال موندلي دي.
XS
SM
MD
LG