د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې ځوانانو ته وړيا زده کړې ورکول کېږي


په ننګرهار کې د مثبت بدلون ټولنې تر سيوري لاندې د وړيا زده کړو دويمه دوره د نهې په ورځ پيل شوه.

په دغه دوره کې به د ادارې او منجمنټ، سياسي اصطلاحاتو او ژورناليزم په برخه کې د درې مياشتو په دوران کې ابتدايي زده کړې ورکول کيږي. نور حال د جلال اباد نه مشال راډيو همکار په دغه ريپوټ کې راکوي.


سره له دې چې په تيرو دولسو کلونو کې د ننګرهار په تعليمي وضعيت کې د پام وړ زياتوالی راغلی، د دولتي ښوونځيو او پوهنتونونو تر څنګ په لسګونو شخصي پوهنتونونو او ښوونځيو کې په زرګونه تنه هلکان او نجونې په زده کړو بوخت دي، خو تر څنګ يې ځينې خپلواکې ټولنې هم د تعليم د فروغ لپاره کار کوي، چې يوه يې هم د مثتب بدلون په نامه ده.


د دغې ټولنې په چوکاټ کې په سلګونو تنو ځوانانو ته په وړيا توګه د ادارې او منجمنټ، سياسي اصطلاحاتو او ژورناليزم په برخه کې د دريو مياشتو په دوران کې زده کړه ورکول کيږي.

د مثبت بدلون ټولنې مشر عبدالبصير سباوون وايي چې دغو ځوانانو ته به مجرب او اکاډيميک استاذان په وړيا توګه درس ورکوي. نوموړی وايي:

(( مثبت بدلون ټولنې د درې نيم سوه تنو ځوانانو څخه ازموينه اخيستل شوې وه چې د دې ازموينې په پايله کې ۱۳۰ تنه بريالي شول. دغه ځوانان به موږ په درې برخو کې روزو چې ژورناليزم دی، سياسي اصطلاعات دي او اداره او منجمنټ دی. دا به د مجربو استاذانو لخوا د درې مياشتو په جريان کې په وړيا ډول روزل کيږي او د دې ترڅنګ په عملي ډول به هم دوی ته د زده کړو زمينه برابريږي.))

د ننګرهار د پوهني تدريسي مرستيال اول ګل ابو زاهد د مثبت بدلون له مسوولينو څخه مننه وکړه چې ځوانان په وړيا توګه د علم په جامه سمبالوي.

(( مثبت بدلون ځوانان دغسې ډګر ته د هڅولو لپاره او په رضاکارانه توګه دوی په ډيرو وړو او مناسبو، اکاډيميکو او علمي مهارتونو او ميتودونو د سمبالولو لپاره يې دغه زحمت او زيار ګاللی دی او دغه وياړ يې موږ ته را په برخه کړی دی، د زړه له کومې ترينه مننه کوم.))

د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ ريس اورنګ وويل: که په دغه کورس کې د يوه انسان د روزمره فعاليتونو برخه زياته کړی شي نو دی حاظر دی چې په اونۍ کې يوه ورځ افتخاري درس ورکړي.

(( دا درې درسونه چې زه ګورم، دا د اخلاقياتو درسونه هم دي، که چيرې په همدې پروګرامونو کې څلرويشت ساعته ژوند د سهار چې لمانځه ته پاڅيږي، له دې وخت نه شروع د ماخوستن د ويده کيدو پورې دغسې يو کريکولم که په دې برنامه کې اضافه شي، او په اونۍ کې يوه ورځ ما ته وخت راکړي زه په کې افتخاري ټوګه درس ورکوم.))

د ننګرهار د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استاد هجرت الله اختيار د مثتب بدلون ټولنې په چوکاټ کې د ځوانانو روزل خپل مسووليت وګاڼه:

(( ما چې د مثبت بدلون له ټولنې سره کومه وعده کړې، هغه دا ده چې زه به په وړيا توګه هغه څه چې ما زده کړي، ما ته استاذانو راښودلي، هغه به زه دې ځوانانو ته په وړيا توګه دوی ته ښيم او دا زه خپل مکلفيت ګڼم.))

د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصل خليل شينواري چې په ياد کورس کې هم زده کوي وايي چې دغه شان پروګرامونه د دوی په پوهنتوني زده کړو مثبته اغيزه کوي.

(( دغه پروګرام چې زموږ په پوهنتوني درسونو او نورو زده کړو کې پراختيا راولي، زموږ د سويه په لوړوالی کې له موږ سره مرسته کوي، غواړم چې دا تعقيب کړم.))

د يادولو ده چې د مثبت بدلون ټولنې د زده کړو په لومړۍ دوره کې ۱۳۰ تنه ځوانان د ادارې او منجمنټ، سياسي اصطلاحاتو او ژورناليزم په برخه کې روزلي او په پام کې لري چې تر دې وروسته هم خپل پروګرامونه جاري وساتي.
XS
SM
MD
LG