د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا مرکز ښرنې ته د ملکي الوتکو پروازونه پیل شول


یوه الوتکه د پکتیکا ښرنې پر هوايي ډګر کښته کېږي.
یوه الوتکه د پکتیکا ښرنې پر هوايي ډګر کښته کېږي.

افق شرق ملکي الوتکې چې په لومړني بهیر کې به مرکز ښرنې ته الوتنې ولري، په یو ځل د پنځوس سپرلیو د پورته کولو توان لري

په لومړي ځل له پلازمېنې کابل څخه سرحدي ولايت پکتيکا ته ملکي الوتنې پيل شوې، پکتيکا والي محب الله صميم د ملکي الوتکې د لومړنۍ ناستې په مراسمو کې نوموړی هوايي ډګر د پکتیکا په هر اړخیز اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې یو ګټور ګام وباله.


په سویل ختیز زون کې له خوست وروسته په لومړي ځل د پکتیکا په مرکز ښرنه کې هم د نړیوالو ځواکونو د پخوانۍ پوځي اډې په هوايي ډګر کې، چې اوسمهال افغان ځواکونو ته سپارل شوې، د افق شرق په نوم یو خصوصي هوايي شرکت خپلې الوتنې پیل کړې او تر دې وروسته به په اونۍ کې یو ځل ښرنې او کابل تر منځ پروازونه ولري.
د افق شرق الوتکې د هوايي سفر پېلېدو مراسم
د افق شرق الوتکې د هوايي سفر پېلېدو مراسم

پکتیکا والي د یکشنبې ورځې ناوخته د ملکي الوتکو پروازونه یاد ولایت ته مهم وبلل او ویې ویل، چې پخوا ښرنې ته په راتګ کې یو شمېر چارواکیو، مسافرو او سوداګرو ته ستونزې وې، چې تر دې وروسته به دا اندېښنې بالکل له منځه ولاړې شي او هر څوک کولای شي په اسانۍ ښرنې ته په الوتکو کې تګ او راتګ وکړي:

"پکتیکا ته ملکي الوتکو د پروازونو لړۍ پیل کړه، دا دی لومړنۍ پرواز ترسره شو، اوس موږ د پکتیکا مرکز ښرنې په هوايي ډګر کې ولاړ یو، دا الوتنه د افق شرق د الوتکو په واسطه ترسره شوه، دا چې دې ولایت ته ملکي پروازونه پیل شول دا به د پکتیکا په پرمختګ کې یو ښه ګام وي، ځکه د دولتي چارواکیو له پاره او د ملي تجارو له پاره به دا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي، یو خو به دا وي چې تر دې وروسته هغه څوک چې پلازمینې کابل ته یا هېواده بهر سفرونه کوي، هغوی له پاره به ډېر سهولت وي، بل به د هغه چا له پاره ډېر سهولت وي، چې پخوا به قطارونو کې تلل او په لارو کې به ورته ستونزې وې."

د پکتیکا یو تن قومي مشر هم نوموړي ولایت ته د پروازونو په پیلیدو خوښي څرګنده کړه:

"دا د پکتیکا د خلکو له پاره ډېره لویه خوشالي ده، چې د پکتیکا څخه کابل ته په الوتکه کې مریضي رسولای شو، په خپله تللای شو ډېره ښه خبره ده، خدای دې ټول خوشاله کړي او په خوشالي دې خدای دا ټول وطن جوړ کړي، تر دې وروسته به تجاران په طیاره کې ژر تللی شي او دوی ته به له اخوا او دې خوا هېڅ تکلیف نه وي."

افق شرق ملکي الوتکې چې په لومړني بهیر کې به مرکز ښرنې ته الوتنې ولري، په یو ځل د پنځوس سپرلیو د پورته کولو توان لري، خو تمه ده، چې په نږدې راتلونکې کې به ځني نور هوايي شرکتونه هم یاد ولایت ته د پروازونو له پاره تیارۍ څرګند کړي.

د يادولو ده، چې په پکتيکا کې د ايساف نوموړې لويه پوځي اډه نږدې درې مياشتې وړاندې افغان لوري ته وسپارل شوه، چې هوايي ډګر يې دوه کيلومتره اوږده ځغاست لیکه لري، د بهرنیانو له خوا په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي، چې له دې وروسته به په اونۍ کې يو ځل کابل –شرنې ته ورنه الوتنې کيږي.

پر پکتیکا ښرنه هوايي ډګر لومړۍ الوتکه کښېنستله
پر پکتیکا ښرنه هوايي ډګر لومړۍ الوتکه کښېنستله


د پکتیکا هوايي ډګر کې له یوې الوتکې سپرلۍ راکښته کېږي
د پکتیکا هوايي ډګر کې له یوې الوتکې سپرلۍ راکښته کېږي


د ښرنې هوايي ډګر کې د الوتنو پېلېدو مراسم
د ښرنې هوايي ډګر کې د الوتنو پېلېدو مراسم
XS
SM
MD
LG